د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

نیوز ویک: په افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسېدونکې ده که څنګه؟


افغانستان ته د ناټو له خوا د تازه دمه سرتېرو د استولو په پرېکړې باندې ګڼو لویدیځو مطبوعاتو تبصرې کړي دي.

د ناټو په ویب پاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ناټو به په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د یوې برخې په توګه له افغانستانه خپل ملاتړ زیات کړي.

ناټو د پنجشنبې په ورځ وویل، درې زره تازه دمي سرتېري افغانستان ته لېږي.

د ناټو په بیان کې راغلي چې د سازمان ۲۷ غړیو هېوادونو ژمنه وکړه څو راتلونکو میاشتو کې افغانستان ته خپل سرتیري زیات کړي.

د ناټو عمومي منشي ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې د خپلو متحدینو او شریکانو له دې هوډ او ملاتړ سخت هرکلی کوي.

ینس سټولټنبرګ وویل، د ناټو د غوڅ ملاتړ عسکر به په افغانستان کې له شاوخوا ۱۳ زرو ۱۶ زرو ته ورسېږي.

  • نیوز ویک

ایا په افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسېدونکې ده که څنګه؟ ناټو درې زره اضافي عسکر له طالب او داعش سره د جګړې لپاره استوي.دا د نیوزویک مجلې عنوان دی.

نیوزویک لیکلي چې د ناټو عمومي منشي له خوا افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو اعلان په داسې وخت کې وکړ چې په پلازمینه کابل کې پر شمشاد ټلویزیون د سې شنبې ورځې حملې د ټولو پام ځان ته جلب کړی و.

د مقالې لیکلوال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ اعلان ته هم اشاره کړې چې ویلي یې و شاوخوا څلور زره سرتېري افغانستان ته استوي څو له وسله والو طالبانو سره مبارزه وکړي.

د مقالې لیکوال وايي، د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د وسله والو فعالیتونو او حملو زیاتوالي ولسمشر ټرمپ اړ کړ څو د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.

د امریکا ولسمشر ژمنه کړې وه چې په بهرنیو لانجو کې د امریکا ښکېلتیا پای ته رسوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG