د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د بهرنیو چارو وزارت: د "ریکا" ناستې ته به ۳ نوې او مهمې پروژې وړاندې شي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو سازمان "ریکا" اوومه ناسته راتلونکې اوونۍ د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې جوړېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لپاره د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان "ریکا" په اوومه ناسته کې د شپږمې ناستې پرمختګونه ارزول کېږي او د سیمه‎ییزو پروژو لپاره په نویو اقداماتو هم غور کېږي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، ریکا د افغانستان او سیمې لپاره مهم اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او راروانې ناستې ته به هم درې نوې او مهمې پروژې وړاندې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"سږ کال درې مهمې پروژې د ریکا د شپږمې غونډې په چوکاټ کې اوومې ناستې ته وړاندې کېږي. لومړی، د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو له لارې د افغان ښځو اقتصادي وړتیاوې جوړول، د ریکا د سوداګرۍ او صنایعو خونې جوړول او بل دا چې د ریکا په چوکاټ کې د څېړنو او ارزونې د مرکز جوړول."

دغه ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ او ۱۵مه نېټه د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې جوړېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره د دغه هېواد په استازیتوب به په‌کې د ولسمشر دوهم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

مستغني وايي د "ریکا" ۷مه ناسته کې د ۶مې پرمختګونه ارزول کېږي او په نویو اقداماتو هم غور کېږي.

د افغانستان لپاره د اقتصادي همکاریو یا ریکا غونډې د تېرو ۱۲ کلونو راهیسې جوړېږي.

د ریکا په ناستو کې تر ډېره د انرژۍ په لېږد، د ټرانسپورتي او ټرانزیتي ستونزو او سهولتونو، مخابراتو او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا بحث کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ریکا په اوومه ناسته کې د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو یا اقتصاد د وزیرانو او د ۲۵ نړیوالو او سیمه‎ییزو سازمانونو د استازو د ګډون ډاډ ورکړل شوی دی.

د افغانستان لپاره د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو سازمان "ریکا" د ناستو له پیل راهیسې ګڼې پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، د برېښنا د لېږد ۵۰۰ کېلو ولټه، د پنځو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي پټلۍ، چابهار، یوه لار او یو کمربند او داسې نورې پروژې چې افغانستان‌یې برخه ده یا خو پیل شوي او یا یې د عملي کېدو پلان شته.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مواصلاتو د کمېسیون غړې حبیبه سادات وايي، د ریکا په غونډو کې تر ډېره پروژې وړاندې کېږي، خو عملي کار یې ډېر کم احساسېږي.

د ولسي جرګې غړې سادات وايي، د ریکا په غونډو کې تر ډېره پروژې وړاندې کېږي.
د ولسي جرګې غړې سادات وايي، د ریکا په غونډو کې تر ډېره پروژې وړاندې کېږي.

نوموړې وايي:

"تر کومه ځایه‌یې چې موږ وینو یا یې احساسوو یو څه کارونه شوي او یا یې د کېدو پلان دی، خو په هغه اندازه چې ویل کېږي او یا یې ژمنې کېږي او یا یې له افغانستان سره مرسته کېږي له بده مرغه څه نه‌دي شوي."

اغلې سادات وايي، دا پروژې د افغانستان د اقتصادي ودې تر څنګ د دغه هېواد په باور جوړونه کې هم مهم رول لري، خو د تطبیق لپاره‌یې هم باید هوډ پیاوړی وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، په یادو ټولو پروژو کې د ریکا د غړو هېوادونو رول او ملاتړ مهم دی او یو پر بل پسې پلې کېدونکې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG