د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

پاکستاني او ایراني چارواکو د سیمې او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي


د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو په اسلام اباد کې یوه مشورتي غونډه کړې او د سیمې او افغانستان په وضعیت یې پکې بحث کړی دی.

دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ شوې چې د پاکستان مشري د دې هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو ډارکټر جنرال منصور احمد خان او د ایران مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ډایرکټر جنرال رسول اسلاميکوله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکو د افغانستان د وضعیت د څېړلو پر مهال د دې هېواد د اوږدې شخړې اواری له پوځي لارې ناشونی بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سیاسي عمل ضرورت دی.

د پاکستان او ایران چارواکو د افغانستان د امن د سیمې لپاره مهم بللی او په دې هېواد کې یې د تلپاتې سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ ژمنتیا ښودلې ده.

خبر پاڼه په دې اړه وایي:

"په دغه غونډه کې دواړو خواوو ترهګري د نړېوالې او سیمه ییزې سولې لپاره ګواښ بللی، په افغانستان کې په زیاتېدونکې ترهګرۍ، تشدد، د مخدره موادو په پېدايښت، قاچاق او د داعش وسله والې ډلې پر پیاوړې کېدو اندېښنه ښودلې، دا يې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره هم لوی ګواښ او ننګونه بللې ده."

پاکستاني پلاوي همداشان ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا لپاره نه یوازې سیاسي، امنیتي او اقتصادي، بلکې د ولسونو ترمنځ اړیکو ته اهمیت ورکوي.

دا په اسلام اباد کې د افغانستان او سیمې د عمومي وضعیت څېړلو او په سیمه او افغانستان کې د تلپاتې سولې د هلو ځلو په لړ کې، د ایران او پاکستاني چارواکو لومړۍ غېر رسمي غونډه وه چې دواړه خواوې پکې د دې ډول غونډو پر جاري ساتلو سلا شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو تر دې غونډې مخکې په تېره اکتوبر میاشت کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د لارو چارو لټولو لپاره د څلورو هېوادونو د استازو څلور اړخیزه غونډه هم شوې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG