د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د سقوط په اړه د امنیه قوماندان اندېښنې


د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، دغه ولسوالي له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې خو ولایتي چارواکي یې غم نه خوري.

د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اخترمحمد د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۰۱۱» ازادي راډيو ته وویل که چېري دغې ولسوالۍ ته اضافي ځواک ونه لېږل شي یاده ولسوالي به د طالبانو لاسته ورشي.

نوموړی له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي چې دغې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي او اضافي ځواک ورته وراستوي.

ښاغلي اختر محمد وویل:

"د چنارتو ولسوالۍ مرکز ته وسله وال طالبان ورځ په ورځ ځانونه رانېږدې کوي، دغه معلومات موږ د ولایت له قوماندان صاحب سره شریکه کړي دي، خو هغوی تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي، خو زه وایم که چېري ولسوالي سقوط وکړي بیا مسؤلیت زما پر غاړه نه دی، تاسو يي خبر ماخپلو مشرانو ته خبر ورکړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په چوره او چهارچنو ولسوالۍ باندې هم له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پیل کړي چې لا اوس هم ورسره افغان امنیتي ځواکونو په جګړه بوخت دي.

د ارزګان د لویې لارې پر سر پولیس.
د ارزګان د لویې لارې پر سر پولیس.

د ارزګان د چهارچینو او چوره ولسوالیو د سقوط په اړه د چارواکو اندېښنې

په ورته خت کې بیا ولایتي چارواکي وايي، دغې ولسوالۍ ته یې اضافي ځواکونه استولي او وايي، اوس هلته وضعیت کنټرول دی.

په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي ازادي راډيو ته وویل:

"تاسو خبر یاست چې موږ چنارتو ولسوالۍ ته کمانډو سرتېري استولي دي او بل داچې یادي ولسوالۍ ته امر د امنیت هم تللی دی او دغه راز د امنیت ملي رئیس هم په یاده ولسوالۍ کې دی، اوس په یاده ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي."

د یادونې وړده چې له تېر یونیم کال راهیسې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلي او دغه ولسوالیو ته اکمالات د هوا له لارې کېږي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG