د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

توحیدي: روان کال کې ۱۰ خبریالان وژل شوي او د تاوتریخوالي سل قضیې ثبت دي


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د تروریستي ډلو تر څنګ ځينې حکومتي چارواکو، زورواکو، د پارلمان یو شمېر غړو هم د افغان خبریالانو ژوند تریخ کړی دی.

یادې کمېټې چې د پنجشنبې په ورځ یې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو پای ته رسولو نړیواله ورځ لمانځله ټينګار وکړ چې له ټولو هڅو سره-سره لا هم افغان خبریالان لازم خونديتوب نه‎لري.

د دغې د کمېټې د مشرتابه پلاوي غړي صدیق الله توحیدي په دې اړه جوړې شوي خبري غونډې ته وویل، د خبریالانو د زورونې اندازه سږ کال هم د اندیښنې وړ ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مشرتابه پلاوي غړی صدیق الله توحیدي
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مشرتابه پلاوي غړی صدیق الله توحیدي

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۷ میلادي کال کې تر روانې نوومبر میاشتې پورې لس خبریالان وژل شوي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا سل قضیې ثبت شوي دي، دا په دې معنی ده چې افغانستان اوس هم د خبریالانو لپاره له ګواښه ډک یو هېواد دی."

دی وايي، افغان حکومت ته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۲ قضيي سپارل شوي چې نېږدې ۲۰۰ یې تر څېړنې لاندې دي او تمه دا ده چې دا قضیي په علني توګه وڅېړل شي.

دا اندینښې داسې مهال څرګندېږي چې د رسمي شمېرو له مخې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته تر اوسه په افغانستان کې ۷۰ بهرني او کورني خبریالان وژل شوي او د دغې کمېټې په باور دا لړۍ لا هم نه‎ده درېدلې.

د ملګرو ملتونو د علمي فرهنګي سازمان "یونسکو" د راپور له مخې خبریالانو ته د ګواښونو په برخه کې افغانستان د نړۍ دوهم هېواد دی.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال وايي، حکومت د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې نه ردوي خو د دوی د خوندیتوب په برخه کې لازمو اقداماتو ته ژمن دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

مینه پال زیاته کړه:

"د اشخاصو کړنې دې د حکومت په اډانه کې نه شمېرل کېږي، یعنې دا منو چې د افغانستان په بېلابېلو ځایونو کې به لږ ډېرې ستونزې وي، خو دا ستونزې په دې معنی نه دي چې د افغانستان حکومت او د افغانستان سیستم د بیان ازادي ته عقیده نه‎لري او یا پرې باور نه‎لري."

یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر هم وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي وګړو او خبریالانو وژنو او نه خوندیتوب اندیښمنه کړې ده.

د دغه دفتر یوه استازي ریناوډ ډاټل یادې خبري غونډې ته وویل، نړیواله ټولنه د افغان خبریالانو له ملاتړو ټولنو سره په ګډه، خبریالانو سره د تاوتریخوالي په قضیو کې د معافیت فرهنګ د ختمولو لپاره کار کوي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG