د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

ولسي جرګې د "نفوسو د احوالو د ثبت" په اړه د ولسمشر غني فرمان رد کړ


د افغانستان ولسي جرګې د نفوسو د احوالو د ثبت په اړه افغان د ولسمشر محمد اشرف غني ۲۴۳ ګڼه تقنیني فرمان رد کړ.

ښاغلي غني د تېر لمریز کال د کب په ۱۴مه د یو تقنیني فرمان له مخې د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې د ملیت، قوم او دین کلمې ځای پر ځای کړې وې چې نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۸» د ولسي جرګې له‎خوا رد شو.

دغه تقنیني فرمان د روان کال د حمل په ۲۹مه د تصویب لپاره ولسي جرګې ته استول شوی و.

دغې جرګې د حکومت هغه وړاندیز هم رد کړ چې ګواکې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې خپلواکه شي.

د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د وکیلانو ترمنځ د تقنیني فرمان په اړه درې ډوله نظرونه موجود دي.

اخندزاده: د وکیلانو ترمنځ د تقنیني فرمان په اړه درې ډوله نظرونه موجود دي.
اخندزاده: د وکیلانو ترمنځ د تقنیني فرمان په اړه درې ډوله نظرونه موجود دي.

دی وايي:

"دلته درې ډوله نظرونه موجود دي، یو ډله غواړي چې پخوانی قانون تصویب شي، بله ډله د حکومت تعدیل چې په هغه کې ملیت او د قوم کلمې ذکر شي، بل نظر دا موجود دی چې یوازې د ملیت کلمه دې وکارول شي اوس دې وکیل صاحبان په دې اړه نظر ورکړي."

وکیلانو په دې اړه بحثونه وکړل او د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې له ۱۲۷ حاضرو وکیلانو ۸۳ په دې اړه مخالفې رأیې ورکړې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې پرېکړه داسې اعلان کړه:

"هغه کسان چې له دغه فرمان سره موافق دي، شین کارت او هغه چې مخالف دي سور کارت دې پورته کړي، له ۴۸ شنو کارتونو پرته د ۸۳ سرو کارتونو په پورته کولو، نوی فرمان رد شو، هغه پخوانی قانون پر ځای دی."

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې تر ټولو جنجالي موضوع دا وه چې ولسي جرګې په دغه ماده کې د ملیت کلمه رد کړې، خو مشرانو جرګې تائید کړې وه او بیا وروسته ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې د ملیت تر څنګ د قوم او دین کلمې هم وراضافه کړې.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د ولسي جرګې له لوري د دغه فرمان ردول، د ولس په ګټه نه‌بولي، ځکه د دوی په خبره کېدای شي چې د انتخاباتو په ګډون د حکومت ګڼې نورې چارې هم ټکنۍ کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر وايي، د اساسي قانون پر بنسټ کله چې تقنیني فرمان د ولسي جرګې له لوري رد شي، باطل اعلانېږي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

دی وايي:

"د اساسي قانون پر بنسټ کله چې تقنیني فرمان د ولسي جرګې له‎خوا ردېږي، هغه باطلېږي، نه‎شي کېدای چې مشرانو جرګې ته واستول شي، د تقنیني فرمان ردېدل د دې معنی لري چې موږ نه‎شو کولای د راتلونکي کال د چنګاښ په میاشت کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ولرو."

د ښاغلي رنجبر په خبره دا اوس په جمهوري ریاست پورې اړه لري چې په دې اړه څه تصمیم نیسي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

د ښاغلي رنجبر په خبره د ولسي جرګې غړو ځکه دغه فرمان رد کړ چې راتلونکي انتخابات ځنډ او د دوی کاري موده وغځېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG