د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

کابل: لسګونه کسان په بریښنایي تذکرو کې د هویت د ذکر غوښتونکي شول


لسګونوکسانو د کابل په شهرنو پارک کې د تحصن خیمه ودروله او وايي چې په بریښنایي تذکرو کې یې باید هویت او دین ذکرشي.

دوی چې ډيریې د وطن ځوانانو د مصالحې ټولنې غړي دي ګواښ کوي چې ترهغې به نوي تذکرې نه اخلي ترڅو چې د اکثریت ملت غوښتنه منل شوي نه وي.

هویت مو افغان دی دین مو اسلام دی، موږ پرې ویاړو او په بریښنایې تذکرو کې یې لیکل غواړو.

دا هغه ویناوې او غوښتنې دي چې نن سبا له ټولو ډيرې مطرح کیږي او د سې شنبې په ورځ لسګونو ځوانانو د همدې غوښتنو پوره کیدو لپاره د کابل د شهرنو په پارک کې د تحصن خیمه ودروله.

دوی چې د بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وه رسنیو ته وویل، د بریښنایې تذکرو اخستلو ته په هغه صورت کې زړه ښه کوي چې د تذکرو په مخ د ملت او دین ستون اضافه او د افغان هویت ولیکل شي.

د اصلاح لپاره د ځوانانو د ملي ټولنې غړي احمدسیرامیري د دې اعتراض په اړه ازادي ته وویل:

((موږ دلته د اعتراض په توګه راټول شوي یو او خیمه به ترهغې دریدلي وي ترڅو زموږ د غوښتونو او ویاړنې سره سم چې د افغان کلمه ده تذکرې نه وي.

موږله افغان او دین پرته تذکرې نه اخلو او نه د کورنۍ غړي ته دې پریږدو چې بې هویته تذکرې واخلي.

موږ په خپل ملت ویاړو او د هغې روښانه ذکر غواړو.))

جمهور ریس غني څه دپاسه اته میاشتې وړاندې د نفوسو احوالو د ثبت قانون توشیح کړخو دې قانون له دې امله انتقادونه راپارولي چې د بریښنایې تذکرو په جوړښت کې د افغان او اسلام کلمې ذکر ولې نه دی راغلی.

په دې اړه د خلکو اندیښنې له بل هر وخته ځکه په ډيریدو دي چې ټاکل شوي د بریښنایې تذکرو د ویش رسمي لړۍژر پیل شي.

ټاکل شوې وه چې دا لړۍ د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه پیل شوي وای خو جمهور ریس د خپلواکۍ ورځې نمانځنې په خاطرحکم وکړ چې دا پروسه وځنډیږي او په یوه بل مناسب وخت کې یې ویش عملا پیل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځيني غړي، عام خلک او د هېواد مشهورې ځيني څیرې ټینګارکوي چې د ملي اررښتونو له ساتنو پرته دا پروسه بریالي کیدای نه شي.

د اعتراضي غونډې یوه بل ګډونوال او د کابل ښار اوسیدونکی سیدحامد روښان وایي، ځيني کړۍ غواړي له دې لارې د افغانانو ترمنځ نفاق واچوي خو حکومت باید ورته اجازه ورنه کړي:

((د اساسي قانون څلورمه ماده واضح وایي چې افغان څوک دی بیا هم ځیني خلک پیدا کیږي څه او څه وايي، موږ دلته د قانون عملي کیدل غواړو او قانون موږته د افغان نوم راکړی باید زموږ هریو په تذکره کې ملت او افغان ولیکل شي له دې پرته تذکرې ته د تذکرې په سترګه نه ګورو او دیش پروسه یې تحریموو.))

بل خوا د الکترونیکي تذکرو د ویش اداره وایي چې ټولې چارې او د تذکرو ډيزاین یې بشپړ کړی او د جمهورریس له هرډول حکم سره به دا پروسه په امتحاني ډول لومړی په کابل کې پیل کړي.

کارپوهان وایي، د تذکرو په ویش کې باید د خلکو له احساساتو سره لوبې ونه شي او د هغه څه په رڼا کې چې قانون پرې ټینګار او خلک پرې خوشحالیدای شي دا پروسه په شفاف ډول پیل شي.

دوی وایي چې د افغان او اسلام کلمې ذکرڅه ستونزه نه ایجادوي خو نه ذکر یې دا پروسه زیانمنوي او د حکومت په وړاندې د خلکو احساسات راپارولی شي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG