د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

ارګ: راتلونکو ۱۰ورځو کې به د برېښنايي تذکرو د وېش زماني جدول جوړ شي


د افغانستان ولسمشر یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره شرایط او امکانات وڅېړي.

ارګ وايي، په راتلونکو لسو ورځو کې به د برېښنايي تذکرو د وېش زماني جدول جوړ شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د برېښنايي تذکرو د وېش پر شرایطو د خبرو لپاره په اړګ کې له یو شمېر حکومتي چارواکو سره غونډه وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې یوه کاري ډله د تذکرو د وېش لپاره پر شرایطو غور وکړي او د دې بهیر د پیل د نېټې وړاندیز ولسمشر ته وړاندې کړي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له ټاکلي پلاوي غوښتنه شوې چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره شرایط او امکانات وڅېړي.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

دواخان مینه‌پال زیاته کړه:

"ولسمشر د بېلابېلو ادارو له استازو سره د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه، د بېلابېلو ادارو له استازو سره غونډه درلوده، د دې ادارو له استازو یوه جوړ شوي کاري ټيم ته دنده وسپارل شوه چې په لس ورځو کې د برېښنايي تذکرو د وېش د پیلولو لپاره له وړاندیزونو او زماني جدول سره یو واضح تحلیل ترتیب کړي چې د یوه سم تحلیل پر اساس، د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي."

د ښاغلي مینه‌پال په وینا، ځانګړې کاري ډلې ته لس ورځې وخت ورکړل شوی چې وضعیت او امکانات مطالعه کړي او پر اساس‌يې وړاندیز وکړي چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر تر کومو شرایطو لاندې او څه وخت پېل شي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو وېش د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره له اساسي ټکو بلل کېږي.

خو ایا په افغانستان کې کمزوری امنیتي وضعیت د تذکرو د وېش چارې له خنډ سره نه‌مخامخ کوي؟

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال په دې اړه وویل:

"په دې کاري ټیم کې د امنیتي ادارو مسؤلین هم شته، هغوی ته دنده سپارل شوې چې وضعیت په دقیق ډول وارزوي او بیا د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره زماني جدول ترتیب کړي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ په دوهمه نېټه د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعدیل تقنیني فرمان توشېح کړ.

پر دې اساس به په برېښنايي تذکرو کې د هر وګړي دین، قوم او ملیت ځانګړی شي.

یو شمېر څارونکي وايي، د دې فرمان توشېح د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر ته پېښ، یو ستر خنډ لیرې کړ.

XS
SM
MD
LG