د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

ځیني وکیلان: داعش په هېواد کې ناکام او ملاتړ کوونکي به یې هدف ته ونه رسېږي


په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت ځیني استازي وايي چې په افغانستان کې د داعش پروژه ناکامه ده او هر څوک چې غواړي د دغې ډلې ملاتړ وکړي، هدف ته به ونه رسېږي.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي، له داعش سره جنګېدلي او د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې یې ترې پاکې کړې دي.

د ولسي جرګې غړی حاجي عبدالظاهر قدیر
د ولسي جرګې غړی حاجي عبدالظاهر قدیر

ظاهر قدیر زیاته کړه:

"د شپې ناوخته کومې سیمې چې د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې داعش نیولې وې، خلکو او قومونو ورسره جنګ کړی او ټولې سیمې یې ورنه د حکومت په همکارۍ نه، بلکې په خپل زور پاکې کړې دي."

ښاغلي قدیر وویل، هڅې روانې دي چې داعش په بشپړه توګه له سیمې وایستل شي.

په ورته وخت کې د جرګې ځینو نورو غړو پر حکومت غږ وکړ چې د داعش او نورو مخالفو وسله والو ډلو پر ضد، هڅې جدي کړي.

کبرا مصطفوي او نظیفې ذکي وویل:

"زموږ په هېواد کې امنیت په لومړیتوبونو کې دی، داعش د افغانستان زړه یعنې کابل ته نېږدې شوی دی."

"ژمی نېږدې دی، او دفاع وزارت باید د مخالفینو پر ځایونو ژمني عملیات وکړي چې دغه ځایونه ویجاړ او نور ولایتونه ونه ګواښل شي."

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د داعش په شتون اندېښنې ښيي، بلکې پخوا تردې یې هم په ځینو ولایتونو کې د دغې ډلې پر فعالیتونو حکومت ته خبر داری ورکړی دی.

مخکې له دې ویل شوي چې داعش ډله پر ننګرهار ولایت سربېره، په زابل، غزني، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم فعاله شوې ده.

دغې ډلې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د حملو مسؤلیت منلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د داعش ډلې په ګډون د ټولو وسله والو مخالفینو د ځپلو هڅې روانې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش وویل:

"د خوګیاڼو، حصارک او د ننګرهار په ټولو سیمو کې زموږ قطعات شته او له خلکو سره مرستې کوي، که موږ د خلکو او خلک زموږ ملاتړ، ونه کړي، د داعش پروړاندې مبارزه سختېږي او دغه ستونزه یوازې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه اسانولای شي."

ښاغلي رادمنش وویل، اوس په چپرهار، پچیراګام او اچین ولسوالیو کې د دوی ځواکونه د خلکو په مرسته د وسله والو مخالفینو د ځپلو هڅې کوي.

د راد منش په خبره، دمګړۍ په ټول هېواد کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د بشپړو ځپلو لپاره عملیات پیل شوي او روان به وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG