د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

مسیر: طالبان له هغه چا وسله اخلي چې یو نیم میلیونه افغانان‌یې وژلي


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره ګردېز ته د سفر پر مهال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وینا بحث کړی چې په‌کې د ورځپاڼو په وینا د لومړي ځل لپاره مسکو د طالبانو په ملاتړ تورن شوی دی.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې ولسمشر غي پرون په ګردېز کې د خپلې وینا پر مهال وویل، طالبان له هغه چا وسله اخلي چې یو نیم میلیونه افغانان‌یې وژلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا لومړی ځل وو چې افغان حکومت او هغه هم په دومره لوړه کچه د پاکستان ترڅنګ روسیه هم تورنوي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ولسمشر د وینا دا برخه راخیستې چې ویلي دي، دوی طالبانو ته د سولې لاس ور اوږد کړ، خو هغوی یې ځواب د نورو په خوښه په ځان وژونکو حملو ورکړ.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې پر مسکو او اسلام‌اباد د ولسمشر دا انتقاد راخیستی چې د طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ولسمشر غني د وینا دا برخه راخیستې چې طالبان د پردیو په خوښه او ګټه جنګېږي که نه نو ورځپاڼه د ولسمشر په حواله لیکي چې داسې مسئله شته چې د خبرو او سولې د مذاکراتو له لارې حل نه‌شي.

طالبان د پردیو په خوښه او ګټه جنګېږي
  • هېرټ اف اېشیا

د هېرټ آف اېشیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولسمشر پر طالبانو د انتقاد ترڅنګ چې د پردیو په خوښه جګړه کوي دا هم ویلي دي چې له دې سره سره به د سولې دروازې پرانیستې وساتي او دا ځکه چې دا د ولس خوښه ده.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي چې ولسمشر دا ګوت څنډنه هم وکړه چې طالبان د جګړې له لارې بریا نه‌شي ترلاسه کولای.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي چې راروانه اوونۍ افغان ولسمشر به له هندي مشرانو سره د خبرو لپاره نوې ډېلي ته سفر وکړي.

افغان ولسمشر به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وګوري

ورځپاڼه لیکي چې د دې سفر پر مهال به دواړه لوري د خپل‌منځیو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو په لارو چارو خبرې وکړي.

نوې ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په اړه دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم نوې ډېلي ته لنډه منډه وکړي.

که څه هم هېواد په دې اړه چې افغان ولسمشر به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره وګوري او که نه څه نه‌دي ویلي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ولسمشر غني له رکس ټېلرسن سره د لیدنې لپاره نوې ډېلي ته ځي.

ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان تر څنګ کابل ته هم راشي، خو د امنیتي ګواښونو له کبله‌یې سفر ځنډیدلی دی.

XS
SM
MD
LG