د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

راپور: پر توبرکلوز او ايډېز دومره انسانان نه مري، لکه پر ککړ چاپیریال


په نړۍ کې تر جګړو، تاوتريخوالي، سګريټ څکولو، لوږې، طبيعي افاتو، ملاريا، توبرکلوز او ايډېز په ګډه دومره انسانان نه مري لکه څومره چې د چاپېريال له ککړتيا مري.

په نيويارک کې د نړيوالې روغتيا پوهنتون د یوه راپور له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې نهه میليونه کسان مړه شول او تر خپل وخت مخکې په هرو شپږو مړو شوېو کسانو کې یو له هغو ناروغیو څخه مړ شوی چې ښايي له زهرجن چاپېريال سره د تماس له کبله ورباندې اخته شوي وي.

د چاپېريال د ککړتيا کمول به وروسته له دې نړيوال لومړيتوب وي.

دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ په لانسنټ روغتيايي ژورنال کې خپور شو، هڅه کوي د چاپېريال د ککړتيا له کبله د ناروغیو او مړينې په اړه معلومات راټول کړي.

متخصصين وايي، په دغه راپور کې د نهه میليونه مړينو په اړه معلومات يوازې د نيمايي اټکل له مخې دي او پرته له شکه د داسې کسانو شمېر زيات دی چې د چاپېريال د ککړتيا له کبله مړه شوي وي.

په يو شمېر سيمو کې لکه ځينې افريقايي هېوادونه د هوا د ککړتيا د څار سيستم نه شته.

د راپور له مخې، اسيا او افريقا تر ټولو زیات د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی ځکه بېلابېل شرکتونه یې په چاپېريال کې زهرجن مواد شيندي.

ځينې افريقايي هېوادونه د هوا د ککړتيا د څار سيستم نه شته.

د هېوادونو پر کچه هندوستان تر ټولو زیات زهرجن مواد خارجوونکی هېواد ياد شوی دی.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په هندوستان کې له هرو څلورو څخه يوه مړينه د چاپېريال له ککړتيا سره تړاو لري.

تر هندوستان وروسته د چين هوا ډېره ککړه او مرګونې بلل شوې ده.

ګڼ شمېر نور هېوادونه لکه په بنګله‎دېش، پاکستان، شمالي کوريا، جنوبي کوریا او هيټي کې هم په هرو پنځو تر وخت مخکې مړينو کې يو د چاپېريال د ککړتيا په نتيجه کې دی.

د راپور له مخې په نړۍ کې د بډايه هېوادونو د چاپېريال له ککړتيا د دغو هېوادونو تر ټولو بې وزلې وګړي اغېزمن کېږي.

د روان کال په اپرېل مياشت کې نړيوال بانک اعلان وکړ چې د چاپېريال د ککړتيا کمول به وروسته له دې نړيوال لومړيتوب وي.

په ډیسمبر مياشت کې به ملګري ملتونه د چاپېريال د ککړتيا په اړه خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG