د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي


یو شمېر لویدیځو رسنیو په افغانستان کې پر افغان ځواکونو د وروستیو بریدونو په اړه تبصري کړي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په کندهار کې پر افغان سرتېرو د چهارشنبې د شپې خونړي برید ته په اشارې لیکلي چې دغو بریدونو د افغان حکومتي ځواکونو د تلفاتو پخوانی لوړ شمېر نور هم ډېر کړ.

ګارډین د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر امنیه قوماندانۍ ډله‎ییز برید او دغه راز په همدې ورځ د غزني پر اندړو ولسوالۍ د طالبانو تر برید وروسته د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر افغان پوځیانو د چهارشنبې د شپې برید ته په اشارې لیکلي چې دا د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر د نوي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه.

ورځپاڼه لیکي:

په تېره سېپټمبر میاشت کې نېژدې ۸۰۰ افغان پوځیان په جګړو کې وژل شوي دي.

د لیکوال په خبره د افغان حکومت وسله‎والو مخالفینو په دې وروستیو کې د غلا شویو حکومتي پوځي وسایطو په وسیله بریدونه ډېر کړي دي چې په چاودیدونکو موادو یې باروي او پر قرارګاه یا نورو پوځي مرکزونو چاودنې ورکوي.

د ګارډین په خبره په دې ډول بریدونو کې له هاموې وسایطو څخه تر ډېره د اسلامي دولت ډلې غړي په نورو سیمو او هېوادو لکه د عراق په موصل ښار کې کار اخلي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو خبري مرکز لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي.

په‎دې راپور د انتونیو ګوترش له قوله راغلي چې وایي، دا ډول بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو بشري مقرراتو خلاف دي او هېڅ‎کله نشي توجیه کیدلی.

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په حواله هم راغلي چې پر افغان پوځيانو وروستي بریدونه یې غندلي او هغه یې بزدلانه تروریستي حملې بللي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ترورېزم د نړیوالي سولې او ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی او زیاتوي دې ته اړتیا ده چې ټول هېوادونه په ټول توان سره د دغو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د بخښنې نړېوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل بیا په خپله یوه مقاله کې د یو شمېر افغان زده کوونکو له قوله لیکلي چې د ناروې پر چارواکو غږ کوي چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو بېرته استول ودروي.

مقاله لیکي:

په ناروې کې زر تنه زده کوونکي تر خپله وسه هڅه کوي چې خپله ټولګیواله طیبه افغانستان ته له بېرته لېږلو راوګرځوي.

د طیبې په څیر نور ډېر افغانان هم له ناروې څخه د ایستل کیدو په خطر کې دي.

امنیسټي انټرنشل لیکي:

ناروې ادعا کوي چې افغانان بېرته خپل هېواد ته استول کیدای شي ځکه هغه هېواد اوس امن دی، خو د دغې ادارې په خبره د افغانستان د جګړو په ترڅ کې ۲۰۱۶ کال تر ټولو خونړی کال وو او زیاتوي په‎داسې حالاتو کې افغانستان ته د خلکو استول نه یوازې ظالمانه چلند دی، بلکه غیرقانوني هم دی.

XS
SM
MD
LG