د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ټېلرسن له دې انکار ونه‌کړ چې ولسمشر ټرمپ ته‌یې "ناپوه" نه‎دي ویلي


ټېلرسن ټرمپ ته د "ناپوهه" ویلو په اړه د خبریال پوښتنې ځواب نه‌کړې
ټېلرسن ټرمپ ته د "ناپوهه" ویلو په اړه د خبریال پوښتنې ځواب نه‌کړې

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن ترمنځ اختلافونو یو وار بیا د ټولو پام جلب کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د تر ټولو لوړپوړو مقاماتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ترمنځ اختلافونه داسې وخت ډېر شوي چې دا هېواد د شمالي کوریا د اټمي لانجې او د ایران د اټمي تړون په څېر له څو نړیوالو کړکېچونو سره مخ دی.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په جولای میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره په یوه لانجمنه ناسته کې هغه ناپوهه بللی و.

په دې غونډه کې د ټرمپ د ملي امنیت ټیم په نړیوالو چارو کې د امریکا په بېداره حضور ټینګار کاوه.

له دې اختلافونو سره دا وېره هم شته چې د امریکا له ملګرو سره دا اندېښنه پیدا شي چې ښاغلی ټېلرسن له خپل رسمي موقف خبرې کوي که څنګه؟

رکس ټېلرسن پرون د «سي اېن اېن» له «سټېټ اف دې یونیون» پروګرام سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې دی له ولسمشر ټرمپ سره نږدې کاري اړیکې لري.

ټېلرسن وايي:

"زه جمهور رئیس ته ښاغلی جمهور رئیس غږ کوم. موږ ډېر سره سپین غږېږو. واضح اړیکې لرو. هره ورځ سره ګورو. زموږ نظریات سره واضحاً تبادله کېږي. د ورځې په پای کې دی «ولسمشر ټرمپ» پرېکړې کوي او زه‌یې د بریالي عملي کولو لپاره ګام اخلم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ټېلرسن هغه پوښتنه چې ایا ده ولسمشر "ناپوهه" بللی که څنګه؟ څو واره بې‌ځوابه پرېښوده او د بحث مخته وړونکي ته‌یې وویل چې دی په دې ډول پوښتنو وخت نه‌ضایع کوي.

د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وویل:

"ولسمشر ټرمپ یوه غیر متعارف «دودیز خلاف» کابینه جوړه کړې ده. په خپله یو غیر متعارف ولسمشر دی. زه هم د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ لپاره د دود خلاف انتخاب یم."

د دې خبر تر خپرېدو وروسته چې ګواکې ټېلرسن ولسمشر ټرمپ یو "نادان" شخص بللی د همدې میاشتې په پیل کې رکس ټېلرسن خبریالان وروغوښتل او هغوی ته‌یې له ټرمپ سره د خپلې ژمنې په اړه ټینګار وکړ، خو له دې یې انکار ونه‌کړ چې هغه ته‌یې "ناپوه" نه‎دي ویلي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند بیا وروسته وویل چې ټېلرسن داسې نه‎دي ویلي.

خو د همدې راپورونو تر خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ بیا تېره اوونۍ په یوه مرکه کې وویل چې چمتو دی له ټېلرسن سره د پوهې د کچې د معلومولو یا "آی کیو" ازموینه ورکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG