د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د امريکا ولسمشر ټرمپ پر ايران د فشارونو د زياتولو ژمنه وکړه


ولسمشر ټرمپ د ايران رژيم بېباک وباله او خبردارى يې ورکړ چې له هغه اټمي تړون څخه به ووځي چې تر ډېرو جنجالونو وروسته ورباندې موافقه شوې ده.

د امريکا د متحدوايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ اټمي تړون ته په اشاره وويل، غټې نيمګړتياوې لا هم سمې شوې نه دي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه د ايران په وړاندې د پاليسۍ په اړه د اعلان پر مهال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو خبره ونه کړه، خو دا يې هم تاييد نه کړه چې ايران د دغه تړون مطابق عمل کوي.

ښاغلي ټرمپ وويل، له کانګرس څخه به غوښتنه وکړي، څو داسې يو قانون تشکيل کړي چې پر تهران اضافي فشارونه لګوي او دغه هېواد ونه کړاى شي چې اټمي وسلې جوړې کړي.

د امريکا ولسمشر پر هغه څه انتقاد وکړ چې ده د باليسټيک ميزاييلو د ازموينې د دوام او په منځني ختيځ کې د سخت دريځو د ملاتړو له کبله د اټمي موافقې له «روح» څخه د تهران سرغړونې وبللې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ وویل:

"په داسې حال کې چې د امريکامتحدايالتونه د ګډ عمل هر اړخيز پلان له مخې خپل تعهد ته ژمن پاتې شوي، د ايران رژيم په منځني ختيځ او تر هغه هاخوا د شخړې، ترور او کړکېچ پراختيا ته ادامه ورکړې، تر ټولو مهمه دا دهچې ايران د اټمي تړون له ”روح“ سره سم مخکې نه ځي."

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري رياست د انتخاباتو د کمپاين پر مهال د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ پر دغه تړون انتقادونه کړي وو او دا يې يوه له تر ټولو بدو موافقو بللې وه چې امريکا ورباندې مذاکرې کړې دي.

د امريکا د قوانينو له مخې، ولسمشر اړ دى چې په هرو ٩٠ ورځو کې کانګرس ته معلومات ورکړي چې ايا ايران د اټمي موافقې له شرايطو سره سم عمل کوي که نه؟

دغه موافقه په ٢٠١٥ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال لاسليک شوه، له مخې يې تهران خپل اټومي فعاليتونه محدود کړل، په بدل کې یې له ايران څخه ځيني نړيوال بنديزونه لېرې شول.

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وينا وروسته، د ايران ولسمشر حسن روحاني په يوه ټلوېزيوني وينا کې عکس العمل څرګند کړ.

ښاغلي روحاني وويل، د امريکا متحدايالتونه د يوه نړيوال تړون پر خلاف درېدلي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

ښاغلي روحاني وویل:

"که کومه ورځ مو ګټې تامين نه شي او زموږ مقابل اړخ هڅه وکړي خپل تعهدات تر پښو لاندې کړي، پوه دې شي چې ايران به يوه شېبه هم چوپ پاتې نه شي، هغوى ته به ځواب ورکړي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران د سپاه پاسداران انقلاب پر ځواک سخت بنديزونه اعلان کړل، دا بنديزونه د هغه څه له کبله پر دغه ځواک اعلان شول چې ښاغلي ټرمپ له ايرانه بهر، د دې ډلې جګړه او ترور وباله، خو تهران خبردارى ورکړ چې په دې اړه به يو مناسب ځواب ووايي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش وويل، ډېره هيله لري چې له ايران سره شوى تړون به پر خپل حال پاتې شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فيديريکا موګريني دا يوه قوي اټمي موافقه وبلله چې د هغې په وينا کار ورکوي، هغې وويل چې دا موافقه يوازې د يوه رهبر له خوا نه شي فسخه کېدلاى.

په همدې حال کې د اټمي وسلو د له منځه وړلو هغه نړيوال کمپاين چې په وروستيو کې يې د نوبل د سولې جايزه وګټله، ويلي چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه هغه اټمي موافقه کمزورې کوي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو د خپرېدو احتمال لږوي.

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير جان کري چې پر اټمي موافقه يې په مذاکرو کې برخه درلوده، پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کړ چې يوه نړيوال بحران ته لمن وهي.

سعودي عربستان چې په منځني ختيځ کې د ايران د حکومت له لويو رقيبانو څخه دى، ويلي چې د تهران په وړاندې دولسمشر ټرمپ د تهاجمي ستراتيژۍ ملاتړ کوي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتنياهو هم د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې هرکلى کړى او دا يې له زړورتيا ډک اقدام بللى دى.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ريابکوف، د فرانسې، برېتانيا او جرمني حکومتونو، نورو سازمانونو او هېوادونو هم د ولسمشر ټرمپ پر وينا، دغه راز له ايران سره د اټمي تړون په اړه عکس العملونه ښودلي دي.

XS
SM
MD
LG