د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

مستغني: د کابل او تهران د «هر اړخیزو همکاریو» په غونډه کې ځیني توافقات شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان-ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د همکاریو د یو جامع سند د چمتووالي لپاره په کابل کې دوه اړخیز مذاکرات دوام لري او په ځينو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دواړو هېوادونو د بهرنیو چاو د وزیرانو په مشرۍ په دوو کمېسیونونو کې چې لوړپوړي افغان او ایراني چارواکي په‌کې ګډون لري په پنځو کمېټو کې د سند د چمتووالي پر طرحه کار کوي.

ښاغلی مستغني وايي، د سند د چمتووالي لپاره په پنځو دفاعي امنیتي، اقتصادي، د اوبو، فرهنګي او کډوالو په برخو کې مذاکرات روان دي چې په درېیو کمېټو کې پرمختګونه او توافقات شوي دي.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"دغو درېیو کمېټو چې د همکاریو دفاعي او امنیتي، د اوبو په برخه کې همکاري او د کډوالو کمېټې دي، په دوهمه غونډه کې د دواړو هېوادونو له لوري د همکاریو د جامع سند د چمتووالي لپاره دغو درېیو کمېټو د پام وړ پرمختګونه کړي او ګټورو توافقات هم شوي دي."

ښاغلي مستغني د توافقاتو په اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل، خو زیاته‌يې کړه چې پر اقتصادي او فرهنګي کمېټو به د روانې میاشتې په وروستیو کې دوه اړخیز مذاکرات بیا وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې هم د دې سند د چمتووالي لپاره په ایران کې د دوه اړخیزو کمېسیونونو غونډه درلوده.

افغانستان دا مهال د امریکا په ګډون د نړۍ او سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د همکاریو دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د کډوالو، د ایران له‌خوا د پوځي لاسوهنې او د اوبو پر سر اختلافات لا پر ځای پاتې دي.

حیات: ایران هلمند کې پوځي لاسوهنه کوي

کارپوهان: د هلمند سیند په اړه د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده دې پلې شي

څه موده وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د اوبو مسئلې ته په اشارې سره ویلي وو چې افغانستان د اوبو د مهار په وړاندې بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

ارګ د روحاني په غبرګون کې: هوډ لرو چې له طبیعي زېرمو ضرور ګټه واخلو

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف ویلي وو چې اوبه د افغانانو طبیعي حق دی او د مدیریت لپاره‌يې پلانونه لري.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو افغان کارپوهان د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو سند د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، ایران او افغانستان یو بل ته اړتیا لري نو لازمه ده چې دواړه هېوادونه د ستونزو د حل لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري د دواړو هېوادونو همکاري یو بل ته مرستندویه واقع کېدای شي دغه پنځه اساسي ټکي چې د همکاریو د توافقنامې برخه ده، زه فکر کوم دواړه هېوادونه ورته زیاته اړتیا لري او دواړو هېوادونو ته‌یې ګټه رسېږي."

ښاغلی خادم زیاتوي افغانستان باید له هېوادونو سره د لاسلیک شویو سندونو د پلي کېدو لپاره یو مېکانیزم رامنځته کړي، څو دواړو لورو ته‌یې ګټې ورسېږي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG