د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

سټولټنبرګ: له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو بیه تر پاتې کېدو لوړه ده


د ناټو عمومي منشي وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پوځي حضور بیه ګرانه ده، خو له دې هېواده وتل به تر هغه هم ګران پریوځي.

ینس سټولټنبرګ نن دوشنبه د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د ناټو د پارلماني اسمبلۍ غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت خورا مهم وباله.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

"ټول پوهېږو چې په افغانستان کې د حضور بیه هم له انساني پلوه او هم د مالي لګښتونو له پلوه څومره لوړه ده، خو له افغانستانه د وتلو بیه به تر دې هم لوړه وي."

نوموړي د روسیې او ناټو په اړیکو کې وروستي کړکېچ ته د اشارې په ترڅ کې وویل، ناټو نه غواړي چې له روسیې سره نوې سړه جګړه پیل کړي.

سټولټنبرګ وایي:

"روسیه زموږ ګاونډۍ ده، روسیه به همدلته وي او موږ نه غواړو چې منزوي یې کړو، ناټو له روسیې سره نوې سړه جګړه نه غواړي، زموږ د اقداماتو هدف د کړکېچ مخنیوی دی، نه د کړکېچ پارول."

د ناټو د پارلماني اسمبلۍ مشر پاولو الي «Paolo Alli» د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته یې وویل، هغه څه چې اوس مهال په افغانستان کې پېښېږي، له پامه نشو غورځولای، ځکه د ده په وینا، وروسته له دې چې ناټو خپل محاربوي ځواکونه له افغانستانه وایستل، ولیدل شول چې ترورېستي فعالیتونه هلته زیات شول او د دې هېواد پر ډېره برخه وسله والو طالبانو ولکه ټینګه کړه.

په داسې حال کې چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې، شااوخوا درې زره امریکايي سرتېري افغانستان ته پرلاره دي، د ناټو غړي وايي چې دوی هم افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه غور کوي، خو تراوسه معلومه نه ده چې د ناټو غړي هېوادونه به افغانستان ته جمعاً څومره سرتېري واستوي.

XS
SM
MD
LG