د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د پاکستان د پوځي پلاوي د سفر په اړه د کابل چاپ ورځپانو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو نن هم افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه لیکلي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د دوو پخوانیو رئیسانو رحمت الله نبیل او امرالله صالح د خبرداري په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، نبیل کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر غولونکی بللی او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د پاکستان د نه رښتیني توب خبره کړې ده.

په مطلب کې راغلي، نوموړي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې په اسلام باد باید اعتماد ونه شي او په خبره یې پاکستاني پوځیان به په افغانستان کې خپلې سیاسي او پوځي لاسوهنې جاري وساتي.

د مطلب لیکونکي لیکلي، په ورته وخت کې د ملي امنیت یو بل پخواني رئیس امراالله صالح هم دغه سفر غولونکی بللی او ویلي چې افغان حکومت باید دغه سفر چې صداقت په کې نشته ډېر مهم ونه ښيي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي صالح پر خپله فیس بوک پاڼه افغان حکومت ته په خطاب کې لیکلي، لطفاً صبر وکړئ! او لطفاً مه وایئ چې پاکستان سره د هکارۍ نوی فصل پیل شوی دی.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر غني کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پیل نوی فصل یاد کړی او په موجوده شرایطو کې یې ډېر مهم ګڼلی دی.

په سرمقاله کې راغلي، دغه پلاوي په داسې حال کې په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل چې ولسمشر غني تر دې دوه ورځې مخکې د امریکا د دفاع د وزیر او د ناټو له سرمنشي سره په کابل کې په یوې خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې افغان حکومت له پاکستان سره سوله غواړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په یوه مقاله کې لیکلي، پاکستان باید هغه کسان چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون، په شاهین قول اردو، زنبق څلور لارې ته څېرمه او د شاه شهید په حملو کې یې لاس درلود افغانستان ته معرفي او یوې نړیوالې محکمې ته وسپاري.

په مقاله کې راغلي، که پاکستان دا کار وکړ، هغه مهال دې بیا افغانستان له هغه هیواد سره د سولې خبرو ته کېني.

د مقالې لیکوال، عبدالحمید مبارز لیکي، که داسې ونه شي نو پاکستان به یوازې تر یوې مودې پورې د امریکا د فشار کمولو په هدف خپل غولونکي مذاکرات جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG