د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

خپلواک: د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې لپاره ټول امکانات کاروو


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس وايي، دوی به په پاکستان کې د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې د ټېنګښت لپاره له هر ډول فرصته ګټه واخلي.

د دغې شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پاکستان کې د طالب بندیانو خلاصون او یاهم تبادله هم هغه څه دي چې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په پاکستان کې د طالبان بندیانو د خلاصون سربېره په ټولو هغه امکاناتو کار کوو چې د سولې له ټینګښت سره مرسته کولای شي."

خو کله چې له ښاغلي خپلواک نه په دې اړه پوښتنه وشوه چې د هغه طالب بندیانو په اړه چې په دې وروستیو کې افغان حکومت یې د خلاصون غوښتنه کړې ستاسو معلومات څه دي؟ نوموړي وویل:

"هغوی تر اوسه په پاکستان کې دي، د دواړو هېوادونو د حسن نیت په نظر کې نیولو سره که چېرې روابط پرمختګ کوي نو په هغه کې د بندیانو د خلاصون ترڅنګ نور مسایل هم شاملېږي."

تازه د افغان حکومت یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت ته په پام سره د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې دوی له پاکستانه د طالبانو د اتو مشرانو د تبادلې غوښتنه کړې چې ملا برادر هم پکې شامل دی.

که څه هم حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر ویلي و چې ښاغلي اتمر له پاکستانه د طالبانو د پنځو مشرانو چې هلته بندیان دي، د تبادلې غوښتنه کړې ده.

ها خوا یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف په حواله په دې اړه لیکلي دي.

په جمهوري ریاست کې د یادې سرچینې په حواله د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه چې کابل ته رارسېدلی د نورو مسایلو تر څنګ به له افغان چارواکو سره د سولې په اړه هم خبرې وکړي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار بیا د سولې په برخه کې د پاکستان همکاریو ته د شګ په سترګه ګوري.

ښاغلي مسلمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ښايي پاکستان د نړیوالو او په ځانګړي ډول د امریکا له فشارونو د خلاصېدو په هدف په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه کړې وي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا له پاکستان نه د طالب بندیانو د خلاصون او یا سپارولو غوښتنه کړې دا یو نیک اقدام دی، خو زه شک لرم چې پاکستان به د فشارونو له کبله ښه نیت ښودلی وي، موږ، د افغانستان سیاسیون او د حکومت مشرتابه باید ډېر په احتیاط مخ ته ولاړ شو او له دغه فرصت نه ګټه پورته کړو."

که څه هم طالبانو رسنیو ته په یوې استولې اعلامیې کې ادعا کړې چې د سولې مخه افغان حکومت او ځینو نورو کړیو ډب کړې، خو د سولې عالي شورا بیا دغه ادعا ناسمه بولي.

د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، دا چې پاکستان په دې وروستیو کې د نړیوالو تر سخت فشار لاندی دی نو ښايي دا ځل د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې همکاري وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG