د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

هندي ورځپاڼو او خپرونو د عبدالله د سفر په اړه مطالب خپاره کړي


هندي ورځپاڼو او خپرونو نوي ډیلي ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سفر په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیو کیرالا ایکسپریس خپرونې لیکلي دي:

عبدالله عبدالله په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخېزو اړیکو د پراخوالي او د همکاریو د دوام په اړه خبرې او بحثونه وکړل.

نیوکیرالا اکسپریس لیکي:

هند او افغانستان تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو له امله پر پاکستان انتقادونه وکړل.

خپرونې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرصلاح الدین رباني له قولي لیکلي دي چې هغه ترورېزم او سخت دریځي چې افغانستان يې اغېزمن کړی دی د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د یوه ګاونډي هېواد د پالیسی تولید دی.

د مطلب لیکوال وايي، له کله نه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړې ده د افغانستان او هند ترمنځ خبرې اترې زیاتې شوي دي .

نیوکیرالا ایکسپریس د هند د دفاع د وزیرې دا خبره هم نکل کړې ده چې د امریکا د دفاع وزیر ته يې ویلي چې هند به پراختیايي، روغتیايي او د انرژۍ د سکتور په ګډون په مختلفو برخو کې خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي.

انډین ایکسپریس خپرونې لیکي:

افغانستان او هند په خپلو کې دوه اړخېزه اړیکې وڅېړلې.

انډین ایکسپریس د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله لیکلي دي په نوي ډیلي کې د افغان حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د خبرو هدف له افغانستان سره د هند د سټراټیژیک شراکت پیاوړه کول دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي هند د یوه باثباته، سوله‎ییز، شفاف او یو موټي افغانستان د جوړولو په هڅو کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره شریک او همکار دی.

هندي ورځپاڼو ویلي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس وروسته تر هغې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزو مهمو مسئلوغونډه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیک شراکت شورا په روانه سېپټمیرمیاشت کې د افغانستان په بیارغونه کې د هند د راتلونکو همکاریو په اړه بحثونه بشپړ کړل.

XS
SM
MD
LG