د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

رحیمي: هند د افغان ټپي شوېو سرتېرو په درملنه کې هم همکاري ډېروي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وکتل او په یو شمېر مهمو اقتصادي، سیاسي او امنیتي مسایلو هوکړې ته ورسېدل.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي په نوي ډيلي کې ازادي راډيو ته وویل چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو هغه تړون هم تبادله کړو چې له مخې به يې هند افغان پولیسو ته روزنه ورکوي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"په دې ناسته کې یو نوی تفاهم‎لیک هم لاسلیک شو چې له مخې به يې هندوستان یو شمېر افغان پولیسو ته په هند کې روزنه ورکوي، همدا شان اجرائیه رئیس وړاندیز وکړو چې هند باید د افغان سرتېرو د تدواۍ په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي چې د هند د لومړي وزیر له‎خوا ومنل شوه او خپلو خلک ته يې هدایت وکړو چې دې مسئلې ته باید زر تر زره رسېدنه وشي."

دې وویل چې په دې کتنه کې ښاغلي عبدالله د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي یو فرصت وباله او وې ویل چې د امریکا نوې تګلارې د سیمې د امنیت او د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د ترورستانو د پټن‎ځایونو د له‎منځه وړلو لپاره زمینه برابره کړې ده.

همدا شان ښاغلي رحیمي وویل چې په دې کتنه کې په دې هم هوکړه وشوه چې هند به په جګړه کې د ټپي شوېو افغان سرتېرو درملنې په برخه کې همکاري ډېروي.

نوموړي وویل چې عبدالله عبدالله د هند له لومړي وزیر غوښتنه وکړه چې په افغان سوداګرو د مالیې د لغوه کولو ترڅنګ هغوی ته لا زیاته زمینه برابره کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند زیاته کړه چې په دې کتنه کې د هند لومړي وزیر په پاکستان کې د تروریستانو د مرکزونو د له‎منځه وړلو په برخه کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړو.

په دې کتنه ښاغلي مودي دغه شان په هندوستان کې د افغان پولیسو د روزنې ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي عبدالله له دې وروسته د هندوستان له ولسمشر رام نات کوویند سره هم وکتل او په دې کتنه کې د هند ولسمشر ټینګار وکړ هېواد يې په ټول توان سره په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرائیه رئیس په نوي ډیلي کې د سوکالۍ پر لور د افغاني تولیداتو په یو نندارتون کې تر برخې اخېستو وروسته په یوه خبري ناسته کې ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره ګډ خطر یاد کړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې افغان حکومت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو سیاست چلوي او هېچاته د افغانستان په بهرني سیاست کې د ویټو حق نه ورکوي.

نوموړي وویل، هېڅ هېواد باید د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنه ونه‎کړي ځکه په وینا يې افغانستان هېڅکله نورو هېوادونو ته ستونزې نه دي جوړي کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس
د افغان حکومت اجرائیه رئیس

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په اول قدم کې هر هېواد خپلې ملي ګټې تعریفوي او له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو په اساس د خپلو ملي ګټو تعریف همدا دی چې موږ له ټولو ګاونډیانو سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همدا هیله له ټولو لرو، افغانستان هېڅ وخت بل ګاونډي ته خطر نه وو او نه‎دی، که کوم هېواد د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې ځانته د ویټو کولو حق ورکړي نو افغان حکومت به هېڅکله اجازه ورنه‎کړي. "

ښاغلي عبدالله همدا راز د افغاني تولیداتو دا نندارتون مهم وباله او ويې ویل هیله لري چې هندي سوداګر به د افغاني توليداتو لپاره د مارکیټ په پيدا کېدو کې مرسته او همکاري وکړي.

د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالله له هندي پانګه‎والو سره ناسته درلوده.

نوموړي هندي پانګه‎والو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه او ډاډ يې ورکړو چې افغان حکومت ژمن دی چې بهرنیو پانګه‎والو ته د پانګه‎ونې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې د کابینې د یو شمېر وزیرانو په ګډون نږدې ۲۰۰ افغان سوداګر ملتیا کوي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG