د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راغلي


د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى چې د امريکا دفاع وزير جيمز متېس چې د ناټو سرمنشي ينس سټولتنبرګ هم ورسره دى نن کابل ته ورسېدل.

دواړه مشران په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو اوونۍ مخکې افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه.

له کله چې تېره مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژي اعلان شوې دا کابل ته د امريکا د کابينې د يوه وزير اول سفر دى.

د امريکا دفاع وزير او د ناټو سرمنشي په داسې حال کې افغانستان ته ځي چې افغان امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو او نورو ډلو د ماتولو لپاره هڅه کوي.

دغې ډلې په ٢٠١٤مېلادي کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموريت له ختمېدو وروسته هم په افغانستان کې فعاليتونه درلودل.

ښاغلى متېس تر دې مخکې په هندوستان کې د افغانستان پر وضعيت له هندي چارواکو سره خبرې وکړې.

امريکايي جنرالانو له څو مياشتو راهيسې ويل چې په افغانستان کې وضعيت له درېدلي حالت سره مخامخ شوى دى.

له افغان حکومت سره کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي او د ناټو ائتلاف يې لا هم ملاتړ کوي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، بله مياشت په افغانستان کې روانه جګړه ١٦ کلنه کېږي او د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي.

د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې امريکا افغانستان ته تر ٣٠٠٠ زيات اضافي سرتېري لېږي.

په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر ١١زرو ته رسېږي چې د افغان قواوو په روزنه او سلا مشوره کې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG