د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

اصلاح: د کابل د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده خپل بحراني پړاو ته رسېدلي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان په ځانګړي ډول پایتخت کابل کې د اوبو د ستونزې په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، په تېرو څو کلونو کې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او د واورې او باران د کم ورښت او دغه شان له اوبو نه د ډېرې او ناسمې استفادې له امله یو شمېر سیندونه وچ شوي او د ځمکې په سر اوبه هم کښته تللي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، کابل هم له دغې ستونزې سره مخ دی.

په سرمقاله کې راغلي، په تېرو څو کلونو کې د جګړو له امله خلک تر ډېره پایتخت ته راټول شوي، د کابل نفوس ډېر شوی او له اوبو څخه د ډېرې استفادې له امله د ځمکې د سر اوبه کمې شوي او کښته تللې دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دولت باید په دې برخه کې لاس په کار شي او دغه ستونزه حد اقل ته راورسوي.

اصلاح ورځپاڼې بیا په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطالب کې لیکلي، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده خپل بحراني پړاو ته رسېدلې ده.

په مطلب کې راغلي، دغه وزارت خبرداری ورکړی که وضعیت همداشان دوام وکړي په استوګنیز چاپیرال به خپلې منفي اغېز ولري.

په مطالب کې دا هم راغلي چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وینا خلکو ته دا ده، چې له یاد ناورین نه د ژغورنې په هدف باید د ځمکۍ د لاندې اوبو څخه استفاده کمه شي.

افغانستان ما خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو او ککړتیا په اړه کلونه مخکې خبرداری ورکړل شوی و، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره له بده مرغه دولت نه یوازې دا چې کابل ښاریانو ته یې د څښاک د پاکو اوبو په اړه اقدام نه دی کړی بلکې د اوبو د سطحې د ټيتېدو او او ورنه د بې ځایه استفادې مخنیوی یې هم نه دی کړی.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې په میلیارډونه ډالر افغانستان ته راغلل، دا د شرم ځای دی چې کابل په پنځه میلیونه نفوس سره د څښاک پاکې اوبه نه لري.

XS
SM
MD
LG