د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

عبدالله عبدالله وایي هند ته د ده سفر د خبرو کولو یو مهم فرصت دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس هندوستان ته خپل راتلونکی سفر له هغه هېواد سره پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو کولو په هدف، یو مهم فرصت بولي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې تر پیل دمخه خبریالانو ته خبرې کولې ویې ویل چې دغه سفر یې تر ډېره پر سوداګریزو او اقتصادي مسایلو راڅرخي، خو په خبره یې، دی به له هندي چارواکو سره د یو شمېر لویو پروژو په اړه هم خبرې وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په دغه سفر کې زموږ ډېر تمرکز د هندوستان، افغانستان او امریکا تر منځ په سوداګریزو اړیکو دی چې د درېیو واړو هېوادونو پانګه وال برخه اخلي او تر څنګ له هندي چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرو."

ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د کابینې یو شمېر غړي او شااوخوا ۲۰۰ سوداګر به هم ورسره وي، نوي دهلي ته سفر وکړي.

اجرائیه ریاست وايي، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له کابل سره دا مرسته کوي چې ټاکلي اهداف تر لاسه او په سم لوري قدمونه کېږدي.

دا په د اسې حال کې ده چې کابل او نوي ډهلي دوه میاشتې مخکې، د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ د پراختیا په هدف، هوايي دهلیز پرانېست او هغه هېواد د چهابهار له لارې هم له افغانستان سره سوداګرۍ ته لیواله دی.

هندوستان له افغانستان سره د بېلابېلو زیربنايي پروژو د جوړولو په برخه کې هم، درې ميلیارده ډالر مرسته کړي چې د اجرائیه رئیس په وینا، د پراختیايي پروژو د کار د چټکتیا په اړه به هم له هندي چارواکو سره وغږېږي.

هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړي وزیر سره پر کتنې سربېره به، نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې په دغه سفر کې باید په لوړ مورال د افغانانو استازیتوب وشي او په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد مرستې راجلب شي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د سوداګریزو ګټو ورهاخوا په نظامي، ښوونېزو، روزنېزو او روغتیايي برخو کې هم افغانان د هندوستان مرستو ته لیواله دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

ښاغلی صدیقي وایي:

"له اجرائیه رئیس او پلاوي څخه مو غوښتنه دا ده چې له هندي چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال په ډېر لوړ مورال او قاطعیت سره د افغانانو دوستي هغوی ته تشریح کړي، تر څنګ یې هغه خوشبیني چې موږ یې د هند د مرستو په اړه لرو، هغه بیان شي. او په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړي."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په داسې حال کې هندوستان ته سفر کوي چې پاکستان تېره اوونۍ یو ځل بیا د کابل او نوي ډهلي نېږدې اړیکې د نه زغملو وړ وبللې.

خو د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې افغانستان له هندوستان سره د اقتصادي اړیکو تر څنګ، د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم ګډ هدف لري او دغه هېواد به خپلې بهرنۍ اړیکې د یو خپلواک هېواد په توګه، د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پالي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG