د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن شنبه د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسؤلینو خپل خدمات هغه مهال ودرل کله چې وسله والو طالبانو ورته ګواښونه وکړه.
د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسؤل ډاکټر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل چې ځکه یې خدامات د خلکو پر مخ ودرول چې د ده په خبره وسله والو طالبانو له تېرو شپږ ورځو راهیسې ورته ګواښونه کول خو نن يې ورته ورته وروستی خبرداری ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو پنځو ورځ وسله والو طالبانو د ۵۴ نور وغتیايي مرکزنو دروازې هم د خلکو پر مخ تړلي دي چې د یاد ولایت ځای خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال شریف الله شرافت راپور واورئ: