د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

مسیر: ټرمپ ویلي چې امریکا پر نورو هېوادونو خپل نظریات نه تحمیلوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا مهم ټکي راخیستي او یو شمېر نورو بیا په افغانستان کې د ترورېزم په فعالیتونو تبصرې کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا مهم ټکي راخیستي او لیکلي دي:

ښاغلي ټرمپ ویلي چې هېواد يې پر نورو هېوادونو خپل نظریات نه تحمیلوي بلکې دا د نړۍ د ټولو خپلواکو هېوادونو هيله ده چې ټول یوه ارامه نړۍ ولري.

ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ په قول لیکلي؛ یو شمېر هېوادونه چې د طالبانو، القاعدې او حزب الله ډلو ملاتړ کوي باید د خپل کار په عواقبو پوه شي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د د ولسمشر ټرمپ وینا ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر ترهګرو او د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته ښکاره خبرداری ورکړو.

د سرمقالې لیکوال لیکي ولسمشر ټرمپ وویل چې په افغانستان کې يې د طالبانو په وړاندې د جګړې پالیسي بدله کړې او پاکستان ته يې په اشارې سره وویل چې هلته به هم ترهګر په نښه کړي ځکه نور دا د زغم وړ نه ده.

سرمقاله لیکونکی پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورنوي او لیکي چې له ترهګرو د پاکستان ملاتړ د افغانستان سیمې او نړۍ لپاره ستر سرخوږی دی نو د همدې لپاره اوس دا د امریکا لپاره هم د زغم وړ نه ده.

په سرمقاله کې راغلي چې له همدې امله ولسمشر ټرمپ هم په ډاګه وویل چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پرضد به ګام پورته کړي.

او ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې داعش د افغانستان لپاره یوه بله خطرناکه پروژه ده تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې داعش ډلې په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې او اوس غواړي چې افغانستان د خپل وروستي پټنځای په توګه وکاروي.

د سرمقالې لیکوال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسونې دفتر هغه راپور ته اشاره کړې چې وايي په افغانستان کې د داعش فعالیتونه پراخه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د داعش فالعیتونه اوس مهال د افغانستان ۷ ولایتونو ته د پراخېدو په حال کې دي چې د سرمقالې د لیکوال په باور د افغانستان د امنیت لپاره ننګوني مسئله ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي:

که داعش له وسله والو طالبانو بیله شوې ډله وي نو د پاکستان له ملاتړه برخمن دي خو که له سوریې او عراق څخه افغانستان ته راځي نو دا کار د ترکیې، پاکستان او د سیمې د استخباراتو له همکارۍ پرته ناممکن دی.

د سرمقالې لیکوال په افغان حکومت غږ کوي چې باید په دې اړه جدي څېړنې وکړي او د دې خطرناکې پروژې په اړه خپل غږ پورته کړي کنه د سرمقاله لیکونکي په باور افغانستان به په دوهمه سوریه بدله شي.

XS
SM
MD
LG