د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

ټرمپ: د ترورېزم د ملاتړو او مسؤلو هېوادونو د افشا کولو وخت رسېدلی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اوس وخت رسیدلی دی چې هغه هېوادونه باید مسؤل وګڼل شي او افشا شي چې د القاعده، طالبانو او حزب‎الله په شان تروریستي ډلو ته خوندي پناه ځایونه ورکوي او له هغوی ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبه په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل، موږ باید د تروریستانو او د هغو ډلو چې بې ګناه خلک وژني، د خوندي پناه ځایونو ، تمویل، ټرانزیټ او له هغوی څخه د هر ډول ملاتړ مخه ونیسو.

ډونالډ ټرمپ چې د ولسمشر په توګه يې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته خپله لومړنی وینا کوله د افغانستان په اړه خپلې سټراټیژۍ ته هم اشاره وکړه.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

نوموړي وویل:

"ما تېره میاشت په افغانستان کې د دې شر پر ضد د ګټلو لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه. له همدې شېبې اخوا د پوځي عملیاتو وخت او ساحه به زموږ امنیتي ګټو ته په پام سره ټاکل کېږي نه د هغو مهالویشونو او معیارونو پر اساس چې سیاستوال يې ټاکي."

د متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې ده د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پرضد په جګړه کې د امریکا د ښکیلتیا بڼه په بشپړ ډول بدله کړې ده.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا او متحدان يې په ګډه کار کوي چې تروریستان وځپي او هغوی ته بیا د هغو خوندي پناه ځایونو د برابرېدو مخه ونیسي له کوم ځای نه چې زموږ پر ټولو خلکو بریدونه کوي.

ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې له ترورېزمه د ملاتړو کوونکو او تروریستي ډلو ته د پناه ځایونو د ورکوونکو هېوادونو د احتساب او رسوا کولو خبره کړې ده چې نوموړي تیره میاشت د افغانستان لپاره د خپلې سټراټیژۍ د اعلان پر مهال پاکستان له هغو تروریستي ډلو څخه په ملاتړ او هغوی ته د خوندي پناه ځایونو په ورکولو تورن کړ چې د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو پر ضد وسله‎وال فعالیت کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

پاکستان بیا دا ردوي چې ګواکې دا هېواد له تروریستانو ملاتړ کوي بلکې ټینګار کوي چې اسلام اباد له ترورېزم سره به مبارزه کې زیات ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.

XS
SM
MD
LG