د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ناامنه ولایتونو په اړه د ولسي جرګې سپارښتنې


د ولسي جرګې اداري پلاوي، د هېواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو یو ځل بیا غږ وکړ چې د هغو ولایتونو د امنیتي وضعیت ښه کولو ته تدابیر جدي کړي، کوم چې د وسله‎والو مخالفینو حملې او خوځښتونه په‌کې زیات شوي دي.

د دې جرګې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، په سرپل، جوزجان، فراه او کونړ ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو سره-سره، وسله‎والو مخالفینو د دغو ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې حملې زیاتې کړې دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

​د ولسي جرګې د دغو غړو د اندېښنو له څرګندولو وروسته، د جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهیمي وویل:

"امنیتي او دفاعي ځواکونه مخاطب دي چې د افغانستان د خلکو د امنیت د تأمینولو او د روان بحران د مدیریت لپاره لازم پام وکړي."

د ولسي جرګې د غړو له ډلې عبدالستار درزابي وویل، په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې امنیت ډاډمن نه‌دی او د دغو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې په پرله‎پسې توګه، د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا حملې کېږي.

د کونړ ولایت استازي حاجي سخي مشواڼي وویل، د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې داعش فعالیتونه زیات کړي او د لویو لارو سپرلۍ هم ترې خوندي نه‎دي.

نوموړی وايي:

"په کونړ ولایت کې د داعش مرکزونو ته اکمالات کېږي او په پراخه کچه دعوتونه شروع دي، هیله ده چې حکومت لاس په کار شي او د دغې ډلې مخنیوی وکړي."

د فراه ولایت استازي محمد سرور عثماني بیا وویل، د بکوا، ګلستان او خاک سفید د ولسوالیو په شااوخوا ۵ کېلو مترۍ کې وسله‎وال طالبان مېشت دي او سیمه‌یې ناامنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د پکتیا ولایت جاني‎خېل، د غور ولایت تېوره او د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ څو ځلې د وسله‎والو طالبانو لاس ته ورغلې، خو افغان ځواکونو ترې بېرته خپلې کړې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، همدا اوس هم د هېواد په نا امنو سیمو کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو عملیات روان دي او ښې نتیجې یې هم ورکړې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان په هره سیمه کې چې مخالفین سر پورته کړي افغان وسله‎وال پوځ‌یې ټکوي. نن په ۱۴ ولایتونو کې ۱۶ عملیاتونه لرو، د کومانډو قطعاتو ۱۴ عملیاتونه لرو او هوايي ځواک مو هم فعال دی او پر مخالفینو یې ۳۱ مستقلې حملې کړې دي."

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ولایتونو کې ناامني څه نوې خبره نه‎ده او په دې اړه په وار-وار د افغانستان په ملي شورا کې د وکیلانو له‎خوا تُند انتقادونه شوي دي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو هم تل د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف د خپل تیاري او عملیاتو خبره کړې ده.

افغان امنیتي کارپوهان وايي، د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف په‎کار ده چې افغان ځواکونو ښه تجهیز او په نویو وسلو سمبال شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG