د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د شمالي کوریا په وړاندې اقداماتو په اړه روسیې او چین د امریکا غوښتنه رد کړه


روسيې او چین د امریکا دا غوښتنه رد کړه چې د شمالي کوریا پر ضد دې نور مستقیم ګامونه واخلي.

مسکو او پیکنګ بیا پر واشنګټن غږ کړی دی چې له شمالي کوریا سره پورته شوې شخړه له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفیر واسیلي نیبینزیا وايي، هېواد به يې پر شمالي کوریا د هغو بندیزونو په عملي کولو کې همکاري وکړي چې تېره اوونۍ ملګرو ملتونو تصویب کړل خو د پیونګ یونک پر ضد به له دې زیات اقدامات ونه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر کوای تیانکای بیا له امریکا غواړي چې د شمالي کوریا پر وړاندې له نورو ګواښونو ډډه وکړي او د ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو اغیزمنه لاره پیدا کړي.

د روسيې او چین استازو دا څرګندونې وروسته تر هغې وکړې چې امریکا له دې دواړو هېوادونو د شمالي کوریا پر ضد د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د جمعه په ورځ وویل چین شمالي کوریا ته تېل ورکوي او روسیه د شمالي کوریا زیات کارګران استخداموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن

د ټیلرسن په خبره مسکو او پیکنګ باید د شمالي کوریا د توغندیو بې باکه ازموینې نور ونه زغمي او د شمالي کوریا پر ضد دې له خپل لوري ګامونه واخلي.

په همدې حال کې کریملېن وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعه په ورځ له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې د شمالي کوریا د اټمي لانجې د پای ته رسولو لپاره د خبرو او ډیپلوماټیکو هڅو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

ولادیمیر پوتین ویلي له شمالي کوریا سره باید د مستقیمو خبرو اترو لپاره هلې ځلې وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول خو دې هېواد د جمعې په ورځ د یوه لېرې واټن ویشتونکي میزایل په ازمویلو سره د ملګرو ملتونو دا پریکړه له پامه وغورځوله.

بل لورته د شمالي کوریا رسنیو د دې هېواد د مشر کیم جون اون په حواله خبر ورکړی دی چې شمالي کوریا به د اټمي او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو خپل پروګرام ته دوام ورکړي او امریکايي مقامات به اړ کړي چې د دې هېواد پر ضد د پوځي ګام له خبرداریو لاس واخلي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکارمک مسټر ویلي د شمالي کوریا پر ضد د پوځي اقدام انتخاب لري خو وايي، واشنګټن ته له شمالي کوریا سره د بحران د حل لپاره پوځي انتخاب لومړیتوب نه لري.

XS
SM
MD
LG