د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

ارګ: ولسي جرګې ته د ۳ نوماندانو تر معرفي پورې به سرپرست وزیران کار کوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اته نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي او تمه ده چې په راتلونکې کې درې نور نوماندان هم دغې جرګې ته ور وپېژني.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي تېرماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغو درېیو نوماندانو تر معرفې کېدو پورې به اوسني سرپرست وزیران خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه:

"اوس همدا اته کسه آماده دي چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هغوی معرفي کړي. د اوس لپاره نور خپلو کارونو ته دوام ورکوي. د هغوی په اړه هم کار دوام لري، کله چې وروستۍ پریکړه وشوه، له رسنیو سره یې شریکوو."

د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو، ټرانسپورټ او هوایي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد، فواید عامه، لوړو زده کړو او د سرحدونو او اقوامو او قبایلو چارو وزارتونو لپاره د نوماندانو تر معرفي کېدو وروسته د ولسي جرګې یو شمېر استازو د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د سرپرستانو له‎خوا باید د وزارتونو د اداره کولو چارې پای ته ورسېږي.

یو شمېر وزیران وروسته له هغه د ولسي جرګې له‎خوا صلب صلاحیت شول چې د خپلو وزارتونو پراختیايي بودجه یې نه‎وه مصرف کړې.

له دې کاره لس میاشتې تېرې شوې او تراوسه د بهرنیو چارو وزارت په ګډون څو وزارتونه د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د برخلیک په اړه خواشینې وښوده او د حکومت مشران یې په دې کار کې ملامت کړل.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي

ټاکل شوې د نورو اتو نوماند وزیرانو لپاره په نېژدې راتلونکې کې په ولسي جرګې کې د رأیو صندوقونه کېښودل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې باید د معرفي شوېو نوماند وزیرانو په اړه ژر تر ژره پریکړه وشي څو د کلیدي وزارتونو لکه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو برخلیک روښانه شي.

XS
SM
MD
LG