د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د نانسي دوپري پر ژوند او پر فعالیتونو د نیویارک ټایمز تبصره


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې امریکایۍ مېرمن ژوند او فعالیتونو ته پام اړولی چې څو لسیزې یې د افغانستان د تاریخي میراثونو د خوندي کولو په برخه کې زیات کار کړی او د یکشنبې په ورځ د ۸۹ کلنۍ په عمر مړه شوه.

نیویارک ټایمز لیکي:

نانسي دوپري چې یوه لیکواله او تاریخ پوه وه په ۱۹۶۲ کال افغانستان ته لاړه او څو لسیزې یې د دې هېواد د لرغوني میراثونو لپاره چې یو وخت تورې وریځې پرې غوړيدلي وې، خپل ژوند وقف کړ.

د نیویارک ټایمز په لیکنه دوپري چې د پښې جراحۍ او د زړه او سږو ناروغیو ډېره کمزورې کړې وه نه غوښتل چې د درملنې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړه شي. بلکه برعکس یې پرخپلې وروستۍ پروژې ډېر تمرکز کړی و.

دوپري په زرګونه هغه عکسونه چې ځینې یې په مخکې کلونو کې د افغانستان مختلفو سیمو ته له خپل لرغون پوه خاوند لویس دوپري سره یوځای د سفرپه مهال اخیستي و، د چاپ لپاره برابرول.

خاوند یې د دې هېواد په لرغونو سیمو کې کیندنې کولې او هغې هم د لارښود کتابونه لیکل.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

دوپري د افغانستان په اړه پنځه کتابونه او څه باندې سل رسالې او مقالې خپرې کړي دي. هغه څو لسیزې د افغانستان د تاریخي پېښو شاهده وه خو ترټولو خطرناکه یې د طالبانو د واکمني کلونه وو.

ورځپاڼې د افغانستان د ملي موزیم د پخواني رئیس عمراخان مسعودي چې مېرمن دوپري یې ښه پیژندله او ۴۳ کلونه یې ورسره کارکړی، هغه وینا راخېستي چې ویلي یې دي، هغه کلونه ښه په یاد لري چې دوپري به کابل ته تلله.

طالبانو پتیلې وه چې لرغونې مجسمې او نوراثار چې دوی د اسلام ضد بلل، له منځه یوسي خو مېرمن دوپري د موزیم په ګالریو کې ۳۲ اوسپنیزې دروازې ودرولې چې هغه لرغوني اثار خوندي کړي چې ترنن پورې پاتې دي.

ډيلي مېل:

ډیلي مېل ورځپانه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د یوې بهرنۍ کارکوونکې د وژل کېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

یوه هسپانوۍ فیزیو تراپیسته چې د سره صلیب لپاره یې د افغانستان په شمال کې کارکاوه د یوه معلول په ډزو ووژل شوه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند توماس ګلاس چې د خپلې وژل شوې کارکوونکې نوم نه دی اخېستی ویلي چې هغه په مزارشریف کې د اورتوپیدي په یوه مرکز کې په ډزو وویشتل شوه او وروسته په سیمه کې د ناټو د پوځي اډې روغتون ته ولېږدول شوه خود خپلو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د بلخ د امنیې قوماندان بیا ازادي راډیو ته په خبرو کې د وژل شوې مېرمنې نوم لورینا یاد کړی او ویلي یې دي دوو معلولینو یوه تفنګچه له ځان سره دغه روغتیایي مرکز ته دننه وړې وه.

د ورځپاڼې په وینا دا د افغانستان په شمال کې چې د طالبانو او د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې زیاتېدونکو فعالیتونو خلک بیرولي دي، د سره صلیب پرکارکوونکو وروستۍ خونړی برید دی.

ډیلي مېل لیکي:

د تیرې فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې کله د سره صلیب شپږکارکوونکي په جوزجان ولایت په یوه کمین کې ووژل شول، دغې نړیوالې مرستندویه ادارې خپل ډېر فعالیتونه په شمال کې درولي وو.

XS
SM
MD
LG