د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

جلال اباد ښاریان: د افغانستان بانک نوې پالیسۍ د کالدارو چلند ته زمينه برابره کړې


د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د افغانستان بانک نوې پالیسۍ په لوی لاس د کالدارو چلند ته زمينه برابره کړې او خلک هڅه کوي چې راکړه ورکړه په کالدارو وکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې د افغانيو هغه نوټونه چې پرې زيات خطونه شوي وي، تېزاب پرې شيندل شوي وي او یا هم سوري شوي وي د چلند وړ نه دي.

ښاريان وايي، د همدې اعلان سره سم شخصي بانکونه او صرافان زړې افغانۍ او معمولي داغ لرونکي لوټونه له خلکو نه اخلي او دې کار خلک مجبور کړي دي چې د افغانيو پر ځای کالدارې له ځان سره وساتي او راکړه ورکړه په کالدارو ورکړي.

د جلال اباد ښار څو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"محمد عیسی سادات: د افغانستان بانک وايي، که په پیسو توش قلم کش شوی وي هغه موږ نه اخلو اوس صرافانو او بانکونو همدا بهانه نيولې که معمولي خط پرې شوی وي هغه نه اخلي دا کار خلک مجبوروي چې د افغانيو پر ځای کالدارې وساتي.

فردوس: دې کار سره به د کالدارو چلند نور هم زیات شي زه خپله دولتي کارکوونکی یم او کله چې معاش واخلم مجبور یم چې کالدارې پرې واخلم ځکه افغانۍ درنه څوک نه اخلي.

محمد نذير صافی: نو دا کار زموږ په عوامو ډېر بد تاثیرات لري ځکه زموږ مامورین افغانۍ معاش اخلي او په معاشونو کې زړې افغانۍ ورکوي نو دې سره د افغانۍ ارزښت ټيټيږي دې کار منفي اثرات زیات دي نسبت ګټې ته."

په ورته وخت کې په ننګرهار کې د افغانستان بانک رئيس مولوی احمدزی توحيديار بيا وايي، د افغانستان بانک دا نوې پالیسي په دې هدف نه ده رامنځته شوې چې د کالدارو چلند ته زمينه برابره کړي، دی وايي، له دې پالیسې څخه د افغانستان بانک هدف دا دی چې افغاني بانک نوټونه خوندي او روغ وساتل شي:

"د افغانستان بانک دا پالیسي د دې لپاره نه ده اعلان کړې خدای مه کړه چې د کالدارو چلند زیات شي له دې پالیسې نه زموږ هدف دا دی چې افغانان خپله افغانۍ وساتي، کتابچې ورنه جوړې نه کړي او ښه حفاظت يې وکړي او که په اینده کې څوک افغانۍ ونه ساتي نو هغه به مجازات کيږي او پیسې به يې ناچله اعلان شي."

نوموړی وايي، دوی د خپلې نوې پالیسې له پيلېدو وړاندې خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکړی وو چې دغه ډول بانک نوټونه د چلند وړ نه دي.

خو اقتصاد پوهان هم په دې فکر دي چې افغانستان د هغو ملکونو په څېر پرمختللی نه دی چې دا ډول پالیسي دې په کې مثبت اغيز وکړي.

د پوهنتون استاد او اقتصاد پوه تاج محمد تمکين وايي، که څه هم د افغانستان بانک دا نوې پالیسې د افغانيو د ارزښت د لوړولو په هدف اعلان کړې خو په خبره يې په اوسنیو شرایطو کې دا ډول پالیسي د افغانيو پر ترویج منفي اغیز غورځوي:

"زما په شخصي نظر د هر هېواد مرکزي بانک دا دنده لري چې هر قسم بانک نوټ وي باید واخلي شاید د افغانستان بانک په دې پالیسې کې ځینې ګټې په نظر کې نیولي وي، خو زه فکر کوم په داسې حال کې چې زموږ ولس په ډېرې کمې سلنې سره په افغاني بانک نوټونو راکړه ورکړه کوي نو په داسې حال کې د افغانيو په ترویج کې دا کار ډېر منفي اغيز لري زما هیله ده چې د افغانستان بانک په دې نوې پالیسې یو ځل بیا تجدید نظر وکړي."

د جلال اباد د ښاریانو په خبره له کله نه هم چې د افغانستان بانک نوې پالیسې اعلان کړې د افغانيو پر ځای د کالدارو راکړه ورکړه ډېره شوې او خلک د دې کار لامل هم دا یادوي چې دوی ته هغه کرنسي ارزښت لري چې د زړښت او چلند سره خپل ارزښت د لاسه ورنه کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG