د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

نورستان چارواکي: برګیمټال کې پر مخالفینو بمبار شوی ۵۵ تنه يې وژلي


د نورستان چارواکي وايي، د جمعې په ماسپښین د افغان ځواکونو الوتکو په برګیمټال ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو څلور سنګرونه بمبار کړي چې په‎کې ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال محي الدین سرورې ازادي راډیو ته د شوي بمبار په اړه وویل:

"زموږ د خپلو الوتکو په وسیله د دښمن څلور سنګرونه بمبار شوي چې په ‎‎کې ۵۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي، په وژل شوېو کسانو کې د مخالفینو دوه مشهور سرګروپان اسماعیل او فضل کریم هم شامل دي. دغو کسانو سره دوه میله دهشکه، یو ۸۲ ملي متري توپ، یو میل پي کا او دوه میله راکټ ویجاړ شوي دي."

بل خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې بمبار شوی، خو د دوی ملګرو ته په کې کوم زیان نه دی رسیدلی او ټول بمونه په ځنګلونو او خالي ځایونو پریوتې دي.

نور تفصیل د روح الله انوري په دې راپور کې :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG