د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

ډېلي کمرشل: افغانستان کې بری به څه ډول وي؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د استخباراتو د ادارې "سي،ای،اې" د دوو کارکوونکو په اړه چې په افغانستان کې د وظیفې پر مهال وژل شوي، مقاله لري.

د نیویارک ټايمز په حواله، د سي.ای.اې کارکوونکي د دوبي په سوځونکي ګرمي کې د ارلنګټن په هدیره کې را غونډ شوي وو او خپل دوه ملګري، راين ريهاک او پاتریک دیلیمیر یې خاورو ته وسپارل.

راین او پاتریک د سي، ای،اې د شبه/نیمه نظامیانو له ډلې وو چې جلال اباد ښار ته نږدې، د داعش له وسله والو سره په نښته کې ووژل شول.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا د استخباراتو د ادارې چارواکو منله چې دا مامورین یې د اکټوبر په میاشت کې ووژل شول او د هغوی په نوم، دوه ستوري د سي، ای،اې په مرکزي دفتر کې پر هغه مېرمن دېوال وځړول شول چې د وژل شوو کارکوونکو په یاد جوړ شوی دی.

د نیویارک ټایمز په حواله، پر دې دېوال اوس اتلس ستوري د هغو مامورینو په نوم ځړول شوي چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

دا شمېر مخکې نه و څرګند شوی او دې ته اشاره کوي چې حتی د ویتنام او لاوس په جګړو کې د امریکا د استخباراتو د دې ادارې دومره شمېر مامورین نه وو وژل شوي.

نیویارک ټایمز لیکي:

دا شمېر څرګندوي چې سي، ای،اې په افغانستان کې په شپاړس کلنه، پټه جګړه کې چې د هغې ادارې زرګونو مامورینو برخه په کې درلوده، څومره تاوان پرې کړی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، په افغانستان کې د سي، ای،اې د دوو مامورینو وژل کېدل څرګندوي چې دې ادارې د خپل فعالیت کړۍ تر جاسوسي فعالیتونو پراخه کړې او حتی د جګړې ډګر ته ور وړاندې شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا، دا تاکید کوي چې سي، ای،اې په داسې جګړه کې تر فشار لاندې ده چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ یې د ګټلو او بري وعده کړې ده.

د امریکا ورځپاڼې، ډېلي کمرشل تر دې سرلیک لاندې چې "په افغانستان کې بری به څه ډول وي؟" یوه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لیکل شوي:

"په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د اضافي عسکرو د استولو او د جګړې د ګټلو ژمنه کړې، ښايي د دې پوښتنې مناسب وخت دی چې امریکا ولې په افغانستان کې جګړې ته ولاړه ؟"

د ډيلي کمرشل په حواله، که د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه پر امریکا تروریستي حملې نه وای شوې، ښايي افغانستان ته د امریکايي عسکرو تګ مُهال و.

ورځپاڼې د القاعده د تروریستې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن، له وسله والو طالبانو سره د هغه د ارتباط، په پاکستان کې د اسامه د وژل کېدو عملیاتو، د افغانستان ستونزو او په دې هېواد کې د داعش فعالیت ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې خلکو ته د ښې راتلونکې لپاره د جرمونو، فقر او نورو ستونزو پر کمېدو تاکېد کړی دی.

XS
SM
MD
LG