د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د لوی اختر له لمانځه اداکولو وروسته پاکستان او طالبانو ته د ولسمشر غني پیغام


افغان ولسمشر په خپل اختریز پیغام کې پر پاکستان غږ وکړ چې افغان حکومت هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته امده ګي لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان د بریالي بهرني سیاست په پایله کې دې ته رسېدلي چې د تېرو۴۰ کلونو ارزوګانې یې عملي شي.

محمد اشرف غني د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پیغام کې پر پاکستان غږ وکړ چې افغان حکومت د منطق او استدلال په چوکاټ کې هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته امده ګي لري.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"له دغه ځایه لومړی زه پاکستان ته پیغام ورکوم چې موږ هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته امده ګي لرو، سوله له پاکستان سره د افغانستان ملي اجنډا ده او هغه باید عزته سوله له سیاسي نظره راشي، دا باید ټولو ته ثابته شوې وي چې دا هېواد «افغانستان» په زور نه شي مجبورولای، مګر موږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې د سیمې د امنیت او سوکالي لپاره هر اقدام کولای شو."

ښاغلي غني وویل چې افغانستان زیاتې طبعي زېرمې لري او له دغو زېرمو څخه د استفادې لپاره اړینه ده چې په سیمه کې امنیت راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون له افغان چارواکو سره په لیدنه کې وړاندیز کړی چې هېواد یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو په ښه کولو کې رغنده رول لرلی شي.

افغانستان تل داعا کوي چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري او د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي، خو پاکستان په بیا بیا دا ډول ادعاوې کړې او دغو ادعاوو د کابل او اسلام اباد اړیکې یې خړې پرې کړې دي.

په ورته وخت کې د تل په څير محمد اشرف غني یو ځل بیا په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې که افغانان وي او د افغانې مور شیدې یې رودلې وي نو سولې ته دې حاضر شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"وسله وال مخالفین باید انتخاب کړي که چېرې افغانان وي او د افغانې مور شېدې یې رودلې وي او هېواده یې الهام اخیستی وي، زه بیا هم ټولو ته د سولې لاس وړاندې کوم سوله د خدای لاره ده او د محمد ص سنت دی چې موږ باید سولې پسې وګرځو."

بل خوا وسله والو طالبانو په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د سولې په مخ کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی او ویلي یې دي چې د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ییز حل د موندلو دنده سپارلې ده.

محمد اشرف غني شعیه او سنیانو ته سپارښتنه وکړه چې د یو بل جوماتونه او تکیه خانو ته ولاړ شي، څو مذهبي او ملي یووالی ښه تمثیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په جوماتونو باندې د داعش د حملو په لړۍ کې وروسته حمله د تېرې جمعې په ورځ په امام زمان جومات وشوه چې د کورنیو چاروزارت د چارواکو په وینا ۲۸ لمونځ کوونکي په کې ووژل شول او له پنځوسو زیات په کې ټپیان شول.

محمد اشرف غني په سپیڅلو ځایونو حملې په ټولو افغانانو حملې وبللې او دا کار یې د خوارجو وباله او ټینګار یې وکړ چې ټول افغانان باید د ډول حملې وغندي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG