د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د قرباني حقیقت څه دی؟


لوی اختر چې ډېر خلک یې د قربانۍ اختر هم بولي لکه له نومه یې چې ښکاري تر ډېره د قربانیو او په بې وزله خلکو د پیرزوګانو رنګ لري.

دیني عالمان وايي، د نصاب په خاوندونو قرباني لازمي ده او هغه چې وس یې نه‎لري او قرباني کوي د واجبو اجر ورکول کېږي.

د عالمانو په باورپه قرباني کې اصلاً نیت مهم دی خو د غوښې ویش او یا څه اندازه یې کور ته پریښودل اختیاري کار دی.

مولوي طالب الدین قدیري ازادي راډيو ته وویل، قرباني ډېر مهم مالي عبادت دی چې د اخروي ګټې ترڅنګ ډېرې ټولنیزې ګټې لري:

"مستحبه طریقه یې دا ده چې درې برخې شي خو که څوک اړتیا ونه لري غوره طریقه دا ده چې په هماغې ورځ یې په بې وزلو او مسافرو وویشي مقصد د دین د اسلام دا دی چې په دې ټولنیزو ورځو کې د غریبانو لپاره یوه مرسته وي دلته مهم نیت دی او نیت باید د لاندي، غوښې او ریا نه‎وي چې خلکو ته ځان وښيي."

ښاغلی قدیري وايي، د قرباني د درېیو برخو د ویش حقیقت د ابراهیم علیه السلام څخه پاتې دی

خو د قرباني حقیقت څه دی؟

بل دیني عالم مولوي محمد نصیر شیخ زاده وايي، قرباني د هغه نعمت شکران دی چې خدای تعالی ابراهیم علیه السلام ته عطا کړ.

دی وايي:

"د دې حقیقت او حکایت دا دی چې ابراهیم ع مسلسل درې شپې خوب ولیده اخر ابراهیم علیه السلام د خدای تعالی امر د پر ځای کولو او حقیقت جامې ور اغوستلو لپاره د خپل زوی اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو تابیا ونیوله ولې د هغه پر ځای خدای تعالی له جنته پسه راولېږه او هغه حلال کړی شو. "

هغه وايي، بیا همدا ابراهیمي سنت عام شو، هر کال مسلمانان همدا سنت ژوندی کوي، په لوی اختر کې قرباني کوي او په قربانیو سره د الله تعالی د دې بې شانه رحمت شکرانې ادا کوي.

عام افغانان وايي، په لوی اختر کې د قرباني همدې فلسفې ته په کتو قربانۍ کوي او د غوښو ډېره برخه په بې وزلو او خپلوانو ویشي.

د پکتیکا او کابل دوه تنو اوسیدونکو صورت خان او حیات الله سباوون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ په کلي کې قرباني حتی غریبان خلک هم کوي او چې کله قرباني وشوه په درېیو برخو ویشل کېږي یوه یې په غریبانو ویشل کېږي بله یې خپلو خپلوانو ته ورکول کېږي او نوره یې په کور کې ساتل کېږي.

-موږ قرباني درې برخې کوو دا ابرهیمي سنت دي چې موږ یې پرځای او په‎کې لوی عبرت پروت دی. "

د دوی په باور خلک د توان سره سم ټوله هڅه کوي چې قرباني وکړي حتی که هغه بې وزله هم وي.

دیني عالم محمد نصیر شیخ زاده وايي چې که هر څوک د قرباني توان ولري مهم عبادت دی او نه ‎‎باید څوک فرصت له لاسه ورکړي.

څوک چې عاقل، بالغ، دانا، مسلمان د نصاب خاوند وي یعنې داسې څه ولري چې عایدات یې وي لکه کور، سره زر، دوکان او داسې نور څه نو قرباني پرې لازمه او واجب ده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې د جوماتونو ملاامامانو ته سپارښتنه شوې چې د قربانۍ په اړه تر خلکو لازم معلومات ورسوي.

د یاد وزارت مرستیال داعي الحق عابد ازادي راډيو ته وویل، د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې لسګونه زره څاروي حلالېږي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد

دی وايي:

"د قربانیو د غوښې ویش په اړه زموږ دیني عالمان د اختر له لمانځه مخکې بیان کوي او په دې اړه ټولې لازمې سپارښتنې کوي چې له غوښې سره څه وشي له دې سره چې زموږ اکثره خلک متتدین دي او په دې پوهېږي. "

له دې سره یو شمېر دیني عالمان وايي چې د حلال شوي مال څرمن هم د قربانۍ برخه ده او نباید هغه نادیده ونیول شي.

مولوي همت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل، غوره ده چې څرمنې د یوه خیریه بنسټ له خوا ټولې او په یتیمانو او یا د خیرښیګڼې په بل کوم کار ولګول شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم مني چې په افغانستان کې د قرباني شوېو څارویو د څرمنو په اړه معلوم خیریه بنسټونه نشته او له دې امله چې د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې یې بیې کمې دي دوی هم دې برخې ته ډيره پاملرنه نه‎ده کړې.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG