د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

انتخاباتو کمېسیون: د رأيې ورکونې د مرکزونو ارزونه ۸۶سلنه بشپړه شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأيې ورکونې د مرکزونو ارزونه شپږ اتیا سلنه بشپړه شوې ده.

دا کمېسیون زیاتوي، بنسټیزو اصلاحاتو او شفافو ټاکنو ته د زمېنې برابرولو لپاره د رأيې ورکونې د څه باندې ۷۰۰۰زرو مرکزونو د ارزونې لړۍ دوم لري.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د رأيې ورکونې د ۸۶ سلنې مرکزونو چې ۳۶۰ ولسوالۍ کېږي ارزونه بشپړه شوې ده.

نوموړي دا شان وویل چې د شپږ فیصده مرکزونو چې ۲۵ ولسوالۍ کېږي ارزونه دوام لري، خو د ده په خبره د ۸ فېصده مرکزونو چې په ۱۳ ولایتونو کې ۳۳ ولسوالۍ کېږي د نا امنیو له امله يې ارزونه لا نه‎ده پېل شوې.

امام محمد وریماچ
امام محمد وریماچ

نوموړی وايي:

"د هېواد په ۱۸ ولسوالیو يا اداري واحدونو کې د رأيې ورکونې د مرکزونو ارزونه کېږي، په ۳۶۰ ولسوالیو کې ارزونې بشپړي شوي او په۲۵ نورو اداري واحدونو کې دوام لري او په ۳۳ ولسوالیو کې د نا امنیو له امله ارزونې نه‎دي پېل شوي خو په برخه کې هر اړخېزې هڅې روانې دي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د رأيې ورکونې د مرکزونو د ارزونې لړۍ د ۱۰۰۰ موقتو کارکوونکو له‎خوا د تبلیت ټکنالوژۍ پر مټ د روان لمریز کال د سرطان په ۱۶مه نېټه پېل شوې ده چې لا هم دوام لري.

ویل کېږي چې دا برنامه د نفوسو، جغرافیايي موقعیت او د خلکو د برخې اخېستنې د معیار له مخې د سیمه‎ییزو خلکو په مرسته، عملي شوې ده.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمریزکال د اسد په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه يا "اکسین" د رأيې ورکونې د مرکزونو ارزیابي يو کوچنی ګام ګڼي او وايي، يو شمېر نور مهم کارونه لکه د رأيې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول باید د انتخاباتو د کمېسیون په لومړیتوبونو کې وای.

د دې بنسټ رئیس جانداد سپین‎غر ازادي راډیو ته وویل، دا چې د رأيې ورکونې د مرکزونو د ارزونې لړۍ اوس پېل شوې نو په کار ده چې دغه بهیر په ټول هېواد کې پلی شي.

جانداد سپین‎غر
جانداد سپین‎غر

نوموړی وايي:

"د رأيې ورکونې د مرکزونو ارزونه د راتلونکو انتخاباتو ترسره کولو په برخه کې دومره غټ کار نه‎دی، د دې نه مهمه د رأيې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول دي، داخلي اصلاحات دي، د کمېسیون د بې پرې والي تضمین دی، د خلکو د اعتبار جلبولو لپاره پروګرامونه دي او د ټنکنالوژۍ ځای په ځای کول دي."

په ورته وخت کې يو شمېر کارپوهان بیا د شفافو او اعتماد وړ ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې د رأیې ورکونې د شفاف سیستم رامنځته کېدل، په انتخاباتې کمېسیونونو کې شفافې ګمارنې، عامه پوهای او د مدني بنسټونو سره سلا مشورې مهمې بولي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د شفافو ټاکنو ترسره کول د دوی مسؤلیت او ملي وجیبه ده او ټینکار یې کړی چې په دې برخه کې کارونه په ښه توګه پرمخ روان دي.

راپور: واصل وصل

XS
SM
MD
LG