افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په سهار په ارګ ماڼۍ کې د هندوانو او سکهانو سره د ناستې پر مهال د دوی د ستونزو د حل، په ځانګړي ډول د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه کې د مصونیت په هدف حکم صادر کړ.
د دې حکم له مخې، د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې درمسال ته څېرمه، د ښاروالۍ سوداګریزه ځمکه د هندوانو او سکهانو د مذهبي مراسمو د خوندیتوب په هدف د قانوني پړاوونو د ترسره کېدلو وروسته، په دوی وپلوري.
په ورته وخت کې د اراضي خپلواکه اداره هم مکلفه وګرځول شوه چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سلطانپور په سیمه کې، د کوټې باغ سیمه چې اوس مهال په اجاره ورکول شوې، له قراردادي سرهیې قرارداد فسخه کړي، تر څو له دې سیمې هم د هندوانو او سکهانو د مذهبي مراسمو لپاره ګټه واخیستل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د هندوانو او سکهانو سره د ناستې پر مهال د خپل صادر شوي حکم په اړه وړاندې داسې وویل:
"په دې فرمان کې یو پیغام دی، پیغام دا دی چې د مذهبي مراسمو ځمکې هېڅ وخت نهشي غصب کېدای، د بابه نانک شخصیت ته احترام، هغه شخصیت چې په اړه بهيې همېشه ویل کېدل چې د مړینې په ورځ بهيې هندوان او مسلمانان په خپلو کې دعوه ولري چې دی په چا پورې اړه لري؟ دا زموږ او ستاسې تاریخي ویاړ دی."
ښاغلي غني همداراز وویل چې د قانون له مخې مذهبي ازادي د افغانستان د خلکو حق دی او هندوان او سکهان په دې هېواد کې تاریخي مخینه او په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه لري.
د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې له کورنیو جنګونو وړاندې د هندوانو شمېر نېږدې یو لک تنو ته رسېده، خو د کورنیو جګړو پر مهاليې زیاترو دا هېواد پرېښود.
د افغانستان په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازې انارکلي هنریار وايي، اوس مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ تنه هندوان او سکهان ژوند کوي چې په وینا يې، ډېری يې په کابل، ننګرهار او غزني ولایتونو کې استوګنه لري.
په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ نهموجودیت، د مذهبي مراسمو، په ځانګړي ډول اور ته د سپارلو د مراسمو د ځایونو کمبود په دې هېواد کې د هندوانواو سکهانو لویې ستونزې بلل کېږي.
افغان سکهـ رویل سنګهـ چې په دې ناسته کې يې ولسمشر ته خبرې کولې، وویل چې د دوی ستونزې له تېرو ۴۰ کلونو راپه دېخوا دي.
هغه همداراز د هندوانو او سکهانو د ځمکو غصب ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"موږ هندوان او سکهان له تېرو ۴۰ کلونو راپه دېخوا له ستونزو سره مخ یوو، ولسمشر زموږ ستونزو ته پاملرنه وکړه، بیا هم ترې غواړم چې زموږ ستونزو ته نوره پاملرنه هم وشي، په ټول افغانستان کې زموږ اکثره جایدادونه غصب شوي دي."
ولسمشر همداراز افغان هندوانو او سکهانو ته وویل چې له دې وروسته هېڅڅوک نهشي کولای چې د هندوانو د سرتاسري شورا له تائيدۍ پرته، د دوی جایدادونه وپلوري.
د ولسمشر په وینا، مذهبي سیمې باید د بنسټونو په نومونو ثبت شي.
راپور: اکرامالله اکرام