د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ظاهر قدير: امریکا نوې ستراتيژۍ کې د سولې پرځای د جنګ دوام ته ځای ورکړی


د ولسي جرګې وکيل ظاهر قدير د امریکا پر نوې اعلان شوې ستراتيژۍ انتقاد وکړ چې د سولې پرځای په کې د جنګ دوام شوی.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په ننګرهار کې د مشرقي شورا له‎خوا جوړې شوې غونډې ته وکړې چې په زرګونو کسانو په کې برخه اخېستې وه.

ظاهر قدير په خپلو خبرو کې د امریکا له‎خوا پر نوې اعلان شوې ستراتيژۍ نيوکه وکړه او ټینګار يې وکړ چې داعش سره دې جګړه وشي خو طالب سره دې سوله:

"دې ستراتيژۍ کې د جنګ دوام ته ډېر زیات ځای ورکړل شوی مګر سولې ته هېڅ ځای نه‎دی ورکړل شوی، موږ جنګ غواړو خو د داعش سره ښه په کلکه ځکه هغوی سره د سولې هېڅ جواز نشته خو طالبانو سره سوله وکړئ، که د حکومت او نړیوالې ټولنې زور نه رسيږي، ولس دې ته تیار دی زه دې ته تیار یم چې طالبانو سره خبرې وکړم. "

ښاغلي قدير په خپلو خبرو کې هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګوندې دی د کوم سیاسي ائتلاف په ملاتړ لګيا دی.

نوموړي وويل، دی د هېڅ ائتلاف سره نه‎دی او یوازې د ولس د حق غوښتنې په خاطر يې ولسي حرکت پيل کړي:

"زه د دې ولس استازی یم، د کوم شخص استازی نه یم او نه د کوم سیاسي ګوند سړی یم او نه مې کومې سیاسي ډلې نه تراوسه ملاتړ اعلان کړی. "

په دې غونډه کې د نورو ځوانانو او قومي مشرانو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي استاد شاکر فاروقي وويل، په اوسني نظام کې ظلم، فساد، غصب او د قانون خلاف نورې کړنې اوج ته رسیدلي.

دی وايي، د دې ناخوالو پرضد به مدني حرکتونه کوي او که اړتیا شوه د سر په قیمت هم مبارزې ته تيار دي:

"محصلین د دې ټولنې هغه ځوان قشر دی، سبا ډاکټر دی، قاضي دی، څارنوال دی، دوی ته توجه نه‎کېږي، ماسټري نشته،تعليمي بورسونه نشته دوی مجبور دي مدني حرکتونه به کوي مجبور دي غره ته به خيژي زما وژل که دلته کوي سبا غره کې وکړه د هېچا پروا نه‎لرم. "

د غونډې نورو برخه‎والو هم په خپلو خبرو کې پر افغان حکومت نیوکه وکړه چې د مشرقي خلکو پر حق يې سترګې پټې کړي او ګواښ يې وکړ که چيرې د ختیځې سیمې ولسونو ته حق ورنه‎کړل شي دوی به پراخو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG