د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژي په هکله د واشنګټن پوسټ تبصره


واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د امریکا د نوې ستراتیژي په هکله یوه تبصره کې لیکي چې افغانستان ناڅاپه یو ځل بیا اهمیت پیدا کړ او د امریکا نوي مشران وايي، خپلو خلکو ته د بري لاره ښيي.

ورځپاڼه لیکي چې دښمن تل په دې تمه وو چی امریکا به یوه ورځ له‎دغه داړه ماري جنګه ستړۍ کېږي او افغانستان به پریږدي.

خو اوس تر شپاړسو کلونو وروسته داسې ښکاري چې امریکا په تمه ده چې دښمن به له جګړې لاس واخلي خو پرته له‎دې چې دغه واقعیت ته پام وکړي چې دښمن په خپله سیمه کې اوسي او امریکایان هلته مېشت نه‎دي.

واشنګټن پوست لیکي چې رپوټونه وايي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې نهو زرو عسکرو ته شاوخوا څلور زره نور سربازان هم وراستوي.

ورځپاڼه لیکي:

د جمهور رئیس ټرمپ دا خبره رښتیا ده چې وایي، پاکستان تر ټولو لویه ستونزه او جنجال دی. کله چې ځانمرګي په افغانستان کې ځانونه الوزوي نو په اغلبو مواردو کې يې څه موده پاکستان کې تېره کړي وي.

د ورځپاڼې په وینا هغه څه چې سرحد ګڼل کېده په نولسوه اتیا کلونو کې يې هغه مهال خپل مفهوم او معنی له لاسه ورکړه چې په میلیونو افغانان د شوروي اتحاد د ځواکونو د خونړي جنګ څخه پاکستان ته واوښتل.

ځیني دغه ګډوال او بچیان یې اوس هم د جګړې لپاره افغانستان ته ستنېږي او دوی عموماً د امریکا او د افغانستان د حکومت دوستان نه ګڼل کېږي.

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې بیا په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن پرونۍ څرګندونې را اخېستي دي او په خپل عنوان کې لیکي چې دغه لوړ رتبه امریکایي جنرال ژمنه وکړه چې داعش ډله له منځه وړي، د القاعده شبکې پاتې شونې ځپي او طالبانو ته یې اخطار ورکړ.

خپرونه لیکي چې جنرال نېکلسن طالبان د سولې خبرو ته وهڅول او ورته يې وویل چې جنګ ګټلی نه‎شي.

مېل انلاین لیکي چې جنرال نېکلسن په خپلو دغو زغردو څرګندونو کې وویل، هغه نوي عسکر چې افغانستان راځي د دغه هېواد اردو به نوره هم وروزي.

د لا زیات هوايي ملاتړ ژمنه يې هم وکړه او د افغانستان کوماندو او ځانګړي ځواکونه یې نه ماتېدونکی ځواکونه وګڼل.

جنرال نېکلسن زیاته کړه چې طالبان يې د جګړې په ډګر کې ګټلی نه‎شي نو اوس ښه موقع ده چې د سولې خبرو ته کیني.

هغه ویلي چې موږ په جګړه کې ناکامېږو نه او د امریکا ملي امنیت دغې جګړې پورې تړلی دی.

XS
SM
MD
LG