د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

وزیري: افغان هوايي ځواک لا هم له ستونزو او کمبودیو سره مخ دی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، کڅه هم د افغانستان هوايي ځواک ښې لاسته راوړنې لري خو لا یې هم کمبودۍ نه دې رفع شوي.

د دغه وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هوايي ښوونځیو او پوهنتونونو، د رادر ټولګي، د الوتکو د ترمیم لپاره ورکشاپ او د تعرضي او ترانسپورټي الوتکو نه شتون له عمده ستونزو څخه دي.

ښاغلي وزیري دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په دوهمه چې د افغانستان د هوايي ځواک له ۹۶ کلیزې سره برابره ده ازادي راډیو ته وکړې.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ټولګي چې لا جوړ شوي نه دي، لکه د رادار صنف، که دا جوړ نشي نه شو کولای چې خپل هوا کنټرول کړو، دوهم ثابت وزرې تعرضي الوتکې لرو خو باید اف ۱۶ او مافوق سرعت الوتکې هم موږ ته راکړل شي او دغه د ښوونې او روزنې برخې ته هم ډېر پام وشي."

نوموړي وویل چې د هوايي ځواک پیاوړي کول د څلور کلن امنیتي پلان یوه برخه ده، او افغانستان به تر راتلونکو څلور کلونو پورې یو پیاوړی هوايي ځواک ولري.

ښاغلي وزیري دغه شان وویل چې د میزان میاشتې په وروستیو کې به څلور بلک هاک الوتکې هم افغانستان ته راورسېږي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته به ۱۵۰ بلک هاک الوتکې ورکړل شي.

د افغانستان دفاع وزارت د موجوده پوځي الوتکو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو تر دې مخکې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال شعیب د یادو الوتکو شمېر تر ۱۰۰ زیات ښودلی و.

څه موده مخکې ولسمشر غني په هلمند کې ویلي و چې د افغان هوايي ځواک د پیاوړي کول لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال فلیپ ستیورات رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر راتلونکو څلور کلونو پورې به د افغان هوايي ځواک په روزنه، تجهیز او د الوتکو په اخیستلو ۷۰ میلیارده ډالر ولګول شي.

د افغانستان هوايي ځواک د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال فعالیت پیل کړ، د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې ۶۰۰ جنګي او ترانسپورتي الوتکې درلودې، خو د کورنیو جګړو په ترڅ کې یو شمېر دغه الوتکې له منځه ولاړې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د افغان هوايي ځواکونو سره د خپلو مرستو د ډېرېدو خبر ورکوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغان هوايي ځواک سره مرسته د امریکا له ژمنو څخه ده:

"امریکايي او ناټو ځواکونه په راتلونکو میاشتو کې د افغان ځواکونو د روزنې او دوی ته د مشوره ورکونې په برخه کې خپل فعالیتونه زیاتوي، موږ له هوايي ځواک سره خپلې مرستې ډېروو."

پوځي کارپوهان له هغې ډلې زلمی وردګ په دې باور دی چې یو پیاوړی او مجهز هوايي ځواک د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړلو په برخه کې ګټور ثابتېدلی شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG