د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

وزیري: امریکا روان کال ۴ بلک هاک هلیکوپټرې افغان هوايي ځواک ته سپاري


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د څلور کلن امنیتي پلان له مخې ژمنه کړې چې افغانستان ته کافي اندازه هلیکوپترې ورکوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزيري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره ځانګړي بودجه په پام کې نیولې چې له مخې به یې په روان میلادي کال کې څلور بلک هاک هلیکوپټرې افغان لوري ته وسپارل شي.

هغه وویل، په دې لړ کې د وخت غوښتنه دا ده چې د پخوانیو روسي الوتکو او تجهیزاتو ځای ورو- ورو امریکايي پوځي وسایل ونیسي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري

وزیري وویل:

"د امریکا متحده ایالاتونو د هوايي ځواکونو لپاره بودجه ځانګړي کړې چې افغان هوايي ځواک په پښو ودروي، په دې پلان کې یو هم د بلک هاک هلیکوپټرې دي چې زموږ ځواکونو ته یې ورکوي او بالاخره همدا بلاک هاک هلیکوپټرې د روسي الوتکو ځای نیسي."

ښاغلی وزیري د دې کار دلیل د اوسنیو روسي هلیکوپټرو د پرزو سخت اکمالات، د امریکا د متحده ایالاتو له‎خوا د افغان هوايي ځواک روزنه او د وخت اړتیا یادوي.

افغان ځواکونه دا وخت د هندي او امریکايي هلیکوپټرو ترڅنګ د ګوتو په شمېر روسي"ME17,ME35,ME27" هیلکوپټرو څخه هم استفاده کوي.

په داسې حال کې چې افغان هوايي ځواکونه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو تر څنګ څو ډوله امریکايي هلیکوپټرې لري خو بلک هاک دغو ځواکونو ته نوي ورکول کیدونکي هلیکوپټرې دي چې د افغانستان دفاع وزارت یې د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي.

له دې وړاندې روسیې ویلي وو چې غواړي له افغان حکومت سره د هلیکوپټرو په برخه کې پروژه مخته یوسي هغه څه چې دفاع وزارت یې د امکان په صورت کې نه ردوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده وايي، افغان ځواکونه لاسنیوي ته اړتیا لري او دا که د هر دولت له‎خوا وي باید هر کلی یې وشي.

ښاغلي اخندزاده ازادي راډيو ته وویل، دا وخت جګړه تر ډېره جبه‎یي شوې چې هوايي ځواک په‎کې مهم رول لري.

دی وايي:

"که زموږ د هوايي ځواکونو سره هر ډول او هر څوک مرسته کوي مهمه ده خو دا باید داسې وي چې زموږ ځواکونه ورڅخه استفاده وکړای شي او ګټورې وي، دا الوتکې باید داسې نه وي لکه په تېر کې چې امریکا یوازې د ټرانسپورټ لپاره ورکړې وې بلکې باید د وخت د اړتیا مطابق وي."

د روان لمریزکال په پیل کې د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر د افغانستان د امنیتي او دفاعي انکشافي پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

په دغې پلان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ افغان ځواکونو ته د امریکايي پرمختللو وسایلو په سپارلو ټینګار شوی هغه څه چې کابل او واشنګټن یې د وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم ګام بولي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG