د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

وزیري: د روان کال له پیله د وسله والو خلاف ۱۷۸۷ مستقلې هوایي حملې شوي


د افغانستان د فاع وزارت وايي، د روان کال د حمل له میاشتې راهیسې تر اوسه د ترهګرو پر وړاندې کابو دوه زره مستقلې هوايي حملې شوې دي.

د افغان هوايي ځواکونو له پیاوړي کېدو او تجهیزېدو سره امنیتي مسؤلین د جنګ په ډ‌ګر کې د لاسته راوړنو خبرې کوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال د حمل له میاشتې راهیسې تر اوسه، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کابو ۱۷۸۷ مستقلې حملې تر سره شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري د دغو حملو له امله، د عمومي تلفاتو په هکله څه نه وايي، خو د وسله والو مخالفینو او د دوی د قوماندانانو د وژل کېدو په اړه وايي:

"د روان لمریز کال له پیل نه تر اوسه، ۱۳۴۷۶ حمایوي او اکمالاتي پروازونه شوي چې له دې جملې، ۱۷۸۷ مستقل هوايي بریدونه په مختلفو ولایتونو کې تر سره شوي چې په نتیجه کې یې د طالبانو ۱۷۹ او د داعش ډلې ۵۰ قوماندانان وژل شوي او د طالبانو۹ کسان ټپیان شوي دي."

د افغانستان د دفاع وزارت او د هوايي ځواکونو عمومي قوماندانۍ د هېواد د ټرانسپورټي او جنګي الوتکو کره شمېره نه ښيي، خو د هوايي ځواکونو عمومي قومانداني دومره وايي چې اوس مهال څه باندې ۱۰۰ پوځي الوتکې د دوی په واک کې دي او دا شمېره مخ په زیاتېدو ده.

افغان پوځیان دا هم وايي چې څو بې پیلوټه الوتکې هم لري.

د امنیتي مسؤلینو په خبره، په پام کې ده چې د روان لمریز کال تر پای، څو نورې الوتکې هم تر لاسه کړي.

هوايي حملې اکثره د هېواد په نا امنو ولایتونو لکه ننګرهار، کندز، بدخشان، فراه او هملند کې شوې دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب وايي، دغه ځواکونه له۱۰ زیاتې الوتکې لري.

محمد شعیب وویل:

"موږ ای۱۷ تیپ هیلیکوپټر، اېم.ډي.سي ۵۳ ثابت وزرې، ۳۰۲۰۸ او ۱۳۰، ای ۲۹، اېم۱۷، اېم ۳۵، اېم ۲۴ لرو چې په روان جنګ کې ښه نقش لري."

د ننګرهار ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خېل ازادي راډیو ته وویل، هوايي حملې کولی شي، په نا امنو سیمو کې وسله وال مخالفین وځپي او په لږه موده کې دا ډول سیمې، له مخالفینو پاکې کړي.

ښاغلي حسین خېل زیاته کړه:

"هوايي حملې ضروري دي او که ځمکني ځواکونه، دوامداره هوايي ملاتړ ولري، د دښمنانو د تېښتې مخه به ونیسي او ډېر ژر به له منځه لاړ شي."

بل خوا د چارو ځینې پوهان وايي، د هېواد هوايي ځواکونه اوس هم نیمګړتیاوې لري.

د افغانستان په شمال کې د سپین زر زون قوماندان جنرال شېرعزیز کاموال ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په هوايي ځواکونو کې ځینې نیمګړتیاوې لرو، موږ ښکاري الوتکې نه لرو، رادار مو فعال نه دی او دغه شان د هوايي ځواکونو مدافع ځواک نه لرو."

د ده په خبره، ډېرې له لاسه وتلې سیمې د هوايي ځواکونو په مرسته بېرته تر لاسه کېږي، خو د جنګې الوتکو کموالی د دې لامل شوی چې دغه حملې په ټولو سیمو کې په یوه وخت تر سره نه شي.

دی په دې نظر دی چې له همدې امله وسله وال مخالفین په اسانۍ سره کولی شي، له یوې سیمې نه بلې ته وتښتي او یو ځل بیا پر افغان ځواکونو د حملې او د ځینو سیمو د نیولو لپاره ځان چمتو کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG