د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

عبدالله: بلاروس او قزاقستان افغانستان سره د همکاریو د پراختیا ژمنه کړې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس بلاروس او قزاقستان ته تر څلور ورځني سفر وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، له یادو هېوادونو سره‌یې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې یو شمېر پروتوکولونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، بلاروس او قزاقستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا ژمنه کړې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس
د افغان حکومت اجرائیه رئیس

عبدالله زیاته کړه:

"ما بلاروس او قزاقستان ته څلور ورځنی سفر درلود او هلته مو په اقتصادي او سوداګرۍ برخه کې پروتوکولونه او تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي، دغه‌شان د بلاروس او افغانستان د عدلیې وزارتونو ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوه، د قزاقستان سره هم په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې د کدرونو د روزنې، کرنې او ټکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې هوکړې شوې دي."

ښاغلي عبدالله دغه‌شان وویل، افغان حکومت د سوداګرۍ په تعادل ټینګار لري او د قزاقستان سره په دې برخه کې ښه فرصتونه موجود دي.

دی وايي، په قزاقستان کې او د دغه هېواد له طریقه نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره ډېره ښه زمینه مساعده ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې سې شنبې په ورځ لومړی بلاروس او له هغه ځایه بیا د دوه ورځو پر مخ قزاستان ته ولاړ.

افغان حکومت دا وخت تر ډېره له منځنۍ اسیا او په خپل ګاونډي کې د پرتو شمالي هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ته لېواله دی.

افغانستان چې یو وخت‌یې له پاکستان سره درې نیم میلیارده ډالره سوداګرۍ لرله اوس هغه نهه سوه میلیونو ډالرو ته ښکته شوې په داسې حال کې چې له قزاقستان سره د کال ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګري لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل، دا سفر په ټوله کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او په ځانګړي ډول د بلاروس او قزاقستان سره-سره د اقتصادي اړیکو جوړولو له نظره مهم دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی

ښاغلي پسرلي زیاته کړه:

"په دغه سفر کې په ډېرو مهمو اقتصادي موضوعاتو بحث شوی او نظرونه تبادله شوي موږ هیله‌مند یو چې د منځنۍ اسیا په تېره بیا د قزاقستان او بلاروس سره زموږ اقتصادي، سوداګري، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکې لا ښې او پراخې شي."

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د دې تفاهم‌لیکونو او پروتوکولونو موضوعات په پرله‎پسې او منظم ډول تعقیب شي، افغانستان ترې په ډېرو برخو کې ښه ګټه اخیستلی شي.

له ډلې یې سید قیاس سعیدي ازادي راډيو ته ویلي، ډېر ځله دا موافقې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي، خو د دې لپاره چې مثبتې پایلې ولري باید افغان حکومت او خصوصي سکټور یې په ګډه تر عملي کېدو پورې تعقیب کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG