د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ارګ: افغان ولسمشر د ځانګړو علمیاتو فرقه په قول اردو بدله کړه


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ځانګړو علمیاتو فرقه یې په قول اردو بدله کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ځانګړوعملیاتو د فرقې په قول اردو بدلولو سره تمه ده، چې د جګړې په ډګرونو کې جدي بدلونونه رامنځ ته شي.

د ولسمشر د د ویاند د دفتر سر پرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې په دې سره به د کمانډو ځواکونو ظرفیتونه لوړ شي.

د ولسمشر د د ویاند د دفتر سر پرست شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د د ویاند د دفتر سر پرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"نن ورځ په یو لړ مراسمو کې چې د ولسمشر په ګډون د امنیتي بنسټونو مسؤلینو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی و، د ځانګړو عملیاتو فرقې قول اردو ته ارتقا ورکړه، په دې ارتقا سره تمه ده چې د کمانډو ځواکونو ظرفیت لوړ شي. "

د ښاغلي مرتضوي په وینا، بسم الله وزیري د دغې قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه چنده لوړوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، ۸۰ تر ۹۰ سلنه د شپې عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا کېږي.

ښاغلي وزیري ویلي، د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې په هدف، دوی په ځانګړو او هوايي عملیاتو تمرکز کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري زیاتوي چې اوس مهال دغه ځواکونه له کندزه نیولې، تر هلمنده جنګي عملیات پر مخ وړي.

د افغانستان نړیوالو متحدینو په بیا بیا د افغان ځانګړو ځواکونو له کړنو ستاینه کړې ده.

خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دغو ځواکونو د شمېر په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

بل خوا د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د ځانګړو ځواکونو عملیات ګټور او له لاس ته راوړنو ډک بولي، خو د دغو ځواکونو په ښه تجهیز هم ټینګار کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې میاګل خالد ازادي راډیو ته وویل:

"له تخنیکي نظره یې باید تجهیزاتو او تسلیحاتو ته هڅه وشي، کمبودۍ یې بشپړې شي، باید محاسبه شي چې دښمن څه لري او دغه ځواکونه باید تر ښه تجهیز شي او دغه شان پیاوړی مورال ورکړل شي. "

ښاغلي خالد وویل چې د ځانګړو ځواکونو په مسلکي والي او د دوی د جګړه‎ ییزو ظرفیتونو پر لوړوالي باندې باید زیات تمرکز وشي، ځکه د ده په وینا همدا ځواکونه تر ډېره د افغان جګړې مسؤلیت لري.

راپور : رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG