د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

غني: اقتصادي خپلواکي باید په صنعتي پارکونو کې د پانګونې له طریقه ترلاسه شي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اقتصادي خپلواکي باید نن د افغانستان په صنعتي پارکونو کې د پانګونې له طریقه ترلاسه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف په هرات کې د دوو صنعتي فابریکو د پرانیستلو پرمهال وویل چې سیاسي خپلواکي شاه امان الله خان واخیسته خو اقتصادي خپلواکي باید نن په صنعتي پارکونو کې د سرمایه ګذارۍ له طریقه ترلاسه شي.

ولسمشر غني په کابل کې د ازادۍ په څلي کې د ګلونو له اېښودولو وروسته هرات ته سفر وکړ.

نوموړی وايي، تر راتلونکې کاله به افغانان د دوهم صنعتي پارک د پرانیستلو شاهدان هم وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نه یوازې دا چې راتلونکی کال د اوسنیو صنعتي پارکونو ستونزه باید حل شي راتلونکی کال باید تاسو د دوهم صنعتي پارک د پرانیستلو شاهدان اوسۍ."

غني: افغانان به راتلونکی کال هم د یوه بل صنعتي پارک پرانیستلو شاهدان هم وي.
غني: افغانان به راتلونکی کال هم د یوه بل صنعتي پارک پرانیستلو شاهدان هم وي.

نوموړي همدا راز وویل چې د یوې مودې لپاره به په خپله د هېواد د بندرونو چارې مدیرت کړي.

ولسمشرغني همدا راز وویل چې په منځمهاله کې د افغانستان له ترټولو بده ستونزه په سوداګرۍ کې ناسم بېلانس دی.

د افغان ولسمشر ټینګار دا دی چې افغان سوداګر باید پر صنعت کار بدل شي.

"کور او جایداد مو دلته دی، عزت او ویاړ مو دلته دی نو مهربانۍ وکړۍ خپلې پیسې له هېواد بهر مه باسۍ او دلته پانګونه او باور وکړئ او کله چې تاسو باور وکړۍ هرڅه به د نجیبه حلقه د اعتماد وړ وګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په هرات کې له خبرو وړاندې د دوو نساجي او د کېبل د فابریکو پرانیسته وکړه.

ولسمشر غني نن په هرات ولایت کې.
ولسمشر غني نن په هرات ولایت کې.

په هرات کې د صنعت کارانو د ټولنې مشر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پختې پر فابریکې شپږ میلیونه ډالره پانګونه شوې او په ورځنۍ کچه د ۶ ټنه پختې د پروسس وړتیا لري.

د هغه په وینا د افق البرز په نوم د سیمونو او کېبلو فابریکه چې د ولسمشر لخوا پرانیستل شوه د شااوخوا شلو میلیونو ډالرو په ارزښت په پانګونې یې فعالیت پیل کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان هر کال د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مرمر صادرولای شي چې تر دوو راتلونکو اونیو پورې به یې په اړه پالیسي د اقتصاد په عالي شورا کې تر بحث لاندې ونیول شي.

هغه وویل افغانستان له چین سره په دې اړه نتیجې ته رسېدلی او هغه هېواد هر کال له افغانستان څخه د پنځه میلیونو ډالرو په ارزښت مرمر اخلي.

افغانستان په زیاته اندازه طبیعي سرچینې لري خو انتقادونه دا دي چې افغان حکومت د دغو سرچینو څخه د اسفادې لپاره د پام وړ کارونه نه دي کړي.

د دې تر څنګ له پانګه والو او صنعت کارانو سره د دولت نه همکاري هم هغه څه دي چې انتقادونه یې راپارولي دي.

خو د ولسمشر غني څرګندونو او ځينو اقداماتو ته بیا صنعتکاران او پانګه وال خوشبینه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي د صنعتکارانو لپاره د ولسمشر ژمنې هیله بخښونکي دي خو هیله من دی چې عملي هم شي.

الکوزی: هیله من یو چې دا ژمنې عملي شي.
الکوزی: هیله من یو چې دا ژمنې عملي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ژمنې بیا بیا شوي خو له بده مرغه تر اوسه عملي شوي نه دي، موږ هیله من یو چې ولسمشر یې د عملي کېدو په برخه کې اقدامات وکړي په ټوله کې د ولسمشر څرګندونې د پام وړ او هیله بخښونکي وې موږ یې هر کلی کوو."

ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې د اوبو بندونو ته په اشارې سره وویل چې هراتیان به له هرات ورها خوا په هېواد کې د نورو بندونو د جوړولو شاهد هم وي.

د هغه په وینا هرات باید د سیمه ییز ټرانزیټ په قطب بدل شي تر څو ایران، چین او منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصل او په سیمه کې اقتصاد پیاوړی کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG