په کندهار او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۵۸ وسلهوال او ۱۳ پولیس وژل شوي ۴۱ وسلهوال او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ دغه جګړې تېره شپه پیل شوې او تر نن سهاره يې دوام کړی.
د کندهار امنیتي پېښې:
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ په وام درې او ملا اغا اجان پر پوستو بریدونه وکړل.
د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهار يې دوام درلود ۱۶وسله وال ووژل شول او ۱۹ نور تپیان شول.
د دُراني په وینا په دغه جګړه کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي:
"د وام په دره کې د پولیسو په متقابل ځواب کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، همدا راز د ملا اغا په سیمه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ مرګوني ټپیان دي، د بده مرغه په دغه جګړه کې زموږ ۲ پولیس شهیدان او ۳ نور ټپیان شوي دي."
د پولیسو ویاند وايي، هممهاله یو شمېر وسله والو په خاکریز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې تر نن سهاره جګړې دوام کړی چې۳۰ وسله وال وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دُراني په وینا په دغه جګړه کې ۳ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت امنیتي پېښې:
په عین وخت کې د زابل امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د زابل – کابل پر لویه لار د سپني غبرګي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې.
د زابل د عملاتي کنډک قوماندان اصف توخي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتی ځواکونو او وسله والو تر منځ دغه جګړې تر نن سهاره دوام کړی ۱۲ وسله وال او اته پولیس وژل شوي ۷ وسله وال طالبان او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
توخي زیاته کړه:
"تیره شپه په سپني غبرګي کې زموږ پر امنیتي ځواکونو حمله وشوه چې موږ د کلات څخه کومک ورکړ، په لاره کې پر موږ هم دوه ځایه حمله وشوه چې زموږ ۸ پولیس شهیدان شول او ۲ ټپیان شول، د دښمن تلفات ۱۲ مړه او ۷ ټپیان دي. "
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو په اړه تبصره نهده کړي.
خو د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې يې د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حمله کې ۱۵ پولیس وژلي دي.
امنیتي چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.
راپور: محمدصادق رښتینی