د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

زابل چارواکي: د شاجوی عملیات د ۱۲ وسله‌والو په وژلو پای ته ورسېد


د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لار په شاجوی ولسوالۍ کې د خنجر په نوم پیل شوي عملیات د ۱۲ وسله‎والو په وژل کېدو او ۲۲ د نورو په ټپي کېدو پای ته ورسېدل.

په زابل کې د ملي اردو د دوهې پیاده لوا د ارکان رئیس ډګروال ګدا محمد دوست نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو ۲ اونیو راهیسې يې د کابل کندهار پر لویه لار او شاه جوی ولسوالۍ کې د خالد په چوکاټ کې د خنجر پیل شوي عملیات نن پای ته ورسېدل.

د ډګروال ګدا محمد دوست په وینا، په دغو عملیاتو کې ۱۲ وسله‎وال ووژل شول او ۲۲ ټور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي دوست په وینا، طالبانو پلان درلود چې د کابل- کندهار لویه لار وتړي او د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر امنیتی پوستو ته سقوط ورکړي .

د نوموړي په وینا، د وسله‎والو دغه هدف يې شنډ کړ او په زیات شمېر وسایل او وسلې يې له وسله‎والو څخه تر لاسه کړي دي .

ښاغلی ګدا محمد دوست په وینا، په دغو عملیاتو کې د ۶ ملکیانو په ګډون څلور افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

نوموړي د ملکیانو او پولیسو د مړو او ټپیانو په اړه دقیق معلومات ور نه‎کړل .

ګدا محمد دوست وايي:

"په دغو عملیاتو کې زموږ امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د دوی مهم قوماندانان له‎منځه یوسي، د قوماندان مسافر په نوم، قوماندان کامیاب، مقیم زبیر او د دوی سرګروپ ملا اغا او په مجموع کې ۲۲ ټپیان او ۱۲ وژل شوي، یو میل ۸۲ ملي متري توپ، له څو میله وسلو او څو موټر سایکلونو سره له‎منځه وړل شوي دي."

په همدې مهال د زابل د امینه قومندانۍ د عملیاتي کنډک قوماندان ډګروال اصف توخي په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو تر منځ د همږغۍ او د خلکو د همکارۍ یادونه کوي .

نوموړي دغه راز د زابل د روان امنیتی وضعیت په اړه له خلکو غواړي چې د وسله‎والو طالبانو پر تبلغاتو باور ونه‎کړي .

د دولت وسله‎والو مخالفینو تر اوسه په دی اړه څه نه‎دي ویلي .

په زابل کې امنیتي چارواکي پداسې حال کې دامنیت ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او شااوخوا ولسوالیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي .

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG