د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

سندرغاړې اریانا سعید: د ګواښونو سربېره به د موسیقۍ کنسرټ ورکړم


د افغانستان نامتو سندرغاړې اریانا سعید وايي، د ګواښونو او خبرداریو سربېره به د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ورځې په مناسبت په کابل کې د موسیقۍ کنسرټ ورکړي.

د اریانا سعید ګڼو مینه‎والو که د شنبې په ورځ د موسیقۍ دې کنسرټ ته د ورتلو نیت کړی ځینې کسان داسې هم شته چې په کابل کې د دې افغان سندرغاړې د کنسرت له جوړېدو سره مخالف دي.

خو اریانا سعید هوډ کړې چې د امنتي اندېښنو او د ځینو کسانو د ګواښونو سربېره به په کابل کې د موسیقۍ کنسرټ جوړوي او له دې درکه ترلاسه شوې پیسې به په افغانستان کې د جګړو د تازه پېښو له قربانیانو سره په مرسته لګوي.

اریانا سعید د ټامسن رویټرز فاونډیشن ته له کابل په ټیلیفون ویلي:

"پرته له دې چې عواقبو ته یې پام وکړم، دا کنسرټ به جوړوم. "

هغې پر خپل فیسبوک پاڼه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي: " ...نور اسلامي هېوادونه هم شته، خو موسیقي لري، هنرمن لري، تلویزون لري، خوښي او موسکا لري او د ازادۍ جشنونه هم جوړوي. موږ یې ولې ونه لرو؟"

که څه هم د امنتیي اندېښنو له کبله د دې کنسرټ ځای تر اوسه څرګند نه‎دی، خو نوموړی وايي، تر اوسه پورې یې څلور زره ټیکټونه پلورلي او دا د دې څرګندوی ده چې خلک له موسیقۍ سره مینه لري.

په هغو کسانو کې چې د اریانا سعید د دې کنسرټ خلاف یې غږ پورته کړی یو هم د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني دی.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"موږ به په خپله ټولنه کې نڅا او کنسرټونو ته اجازه ورنه کړو. "

د اریانا سعید په رسمي فیسبوک پاڼې کې د نوموړي پر وروستیو پوسټونو په تبصرو کې د یو شمېر مخالفتونو سربېره ګڼو کسانو د دې سندرغاړې ملاتړ کړی او ډېرو یې ژمنه کړې چې کنسرټ ته به ورشي.

اریانا سعید چې په دري او پښتو سندرې وايي، د بېلابېلو سخت دریځو ډلو او اشخاصو له خوا ورته ګواښونه او خبرداري نوي نه‎دي.

په دې وروستیو کې یې له هېواده بهر په یو کنسرت کې د جامو اغوستلو بڼې هم د هغو افغانانو ترمنځ تاوده بحثونه راپورته کړي و چې انلاین ټولنیزې شبکې کاروي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان خپلواکي چې پاچا امان الله خان په مشرۍ په ۱۹۱۹ میلادي کال کې له انګریزانو اخېستل شوې پر نورو افغانانو سربېره د افغان ښځو لپاره مهمه ده، ځکه نوموړی یو اصلاح غوښتونکی پاچا و چې په نورو اصلاحاتو تر څنګ یې په ټولنه کې د ښځو د زده‎کړو او ټولنیز مشارکت په برخه کې هم اقدامات کړي وو.

اریانا سعید د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا هېواد ګڼې ستونزې لري چې باید هوارې شي.

نوموړي زیاته کړې زما غږ زما خلکو ته د سولې او نجونو ته د هیلو د یو څرک استازولي کوي.

XS
SM
MD
LG