د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

صربیا د ۱۰کلن افغان انځورګر ماشوم کورنۍ ته د تابیعت وړاندیز کړی


د صربیا ولسمشر الکساندر وچیچ پرون په بیلګراد کې د افغان لس کلن فرهاد نوري او د ده د کورنۍ له څلورو غړو سره وکتل او دوی ټولو ته یې د صربیا د تابیعت وړاندیز وکړ.

د صربیا ولسمشر فرهاد نوري ته د یو تعلیمي بورس د ورکولو ژمنه هم وکړه څو د انځورګرۍ په برخه کې یې استعداد نور هم ورزول شي.

صربي رسنۍ وايي، د نوموړي پلار ته هم د دندې ورکولو ژمنه شوې.

فرهاد نوري ته په دې وروستیو کې صربي رسنیو د "واړه پیکاسو" نوم ورکړ.

هسپانوي پیکاسو د شلمې پیړۍ ستر انځورګر ګڼل کېږي.

لس کلن فرهاد نوري له اتو میاشتو راهیسې د بیلګراد ښار ته نېژدې د کډوالو لپاره په جوړ شوي یو کمپ کې له خپل مور پلار او وروڼو سره اوسي.

د نوموړي په کښلو انځورونو کې د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل او د سوریالېزم د سبک د انځورګر سلوادور دالي انځورونو ډېره پاملرنه ور اړولې او نوموړی یې په یو ستوري بدل کړی دی.

نوموړي تیره اوونۍ په صربیا کې د مغز په سرطان د اخته ماشومانو سره د مرستې په هدف د خپلو انځورونو یو نندارتون جوړ کړ.

نوري له خپلې کورنۍ سره هغه وخت صربیا ته تللی و چې د بالکان له لارې لویدیځې اروپا ته د افغانانو د تلو بهیر زور اخېستی و. خو کله چې دغه لاره وتړل شوه هغه له خپلې کورنۍ سره په بیلګراد کې بند پاتې شو.

د فرهاد نوري پلار وايي، غوښتل یې له خپلې کورنۍ سره سویس ته ولاړ شي او هلته ژوند وکړي.

د صربیا ولسمشر د نوري کورنۍ ته په خطاب کې ویلي:

"موږ د سویس په څېر بډای نه یوو، خو تاسو به د بیلګراد ښار د یو ښکلي ښار په توګه ووینئ. که تاسو غواړئ دلته پاتې شئ، موږ تاسو ته د تابیعت حق درکوو."

د صربیا ولسمشر دې افغانې کورنۍ ته ویلي:

"زموږ پالیسي د مخلصانه دوستۍ، یووالي ، د کډوالو او هغو کسانو سره چې راتلونکي ته هیلمن وي د مینې پالیسي ده. که تاسو خپل راتلونکی زموږ په هېواد کې وینئ درته هرکلی وایوو. "

د فرهاد نوري کورنۍ نه‎دي ویلي چې د صربیا د ولسمشر دا وړاندیز یې منلی او که ردوي یې.

د فرهاد نوري د انځورګرۍ استعداد هغه وخت راښکاره شو چې په بلګراد کې د نقاشي په یوه کورس یې ګډون کړی و.

دغه کورس د یوې مرستندویه ټولنې له‎خوا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره جوړ شوی و.

د کډوالو فاونډیشن په نوم دغه ټولنه وایي، نوري یې وروسته د هنر یوه ښوونځي او د عکاسي یوه کورس ته واستاوه چې خپل استعداد ته وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG