د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د کډوالو د ستونزو هواري لپاره له اروپايي هېوادونو سره د کډوالو وزارت مدیریتي پلان


د افغانستان د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت وايي چې د کډوالو ستونزو د حل په خاطر یې د ډېرو هېوادونو سره ګډ مدیریتي پلان جوړ کړی دی.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخې د چهارشنبې په ورځ د رسنیو له استازو سره یوې ګډې علمي غونډې ته وویل چې د همدې هدف لپاره یې د ډېرو هېوادونو سره ګډ مدیریتي پلان جوړ کړی چې ورسره د کډوالو ژوند مصؤن شوی دی.

ښاغلی بلخي وايي چې د شااوخوا لسو اروپایي هېوادونو سره د دې پلان د تطبیق له مخې د کډوالو جبري ایستل څو چنده کم شوي دي.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ توانېدلي یو چې د اروپايي هېوادونو سره یو ګډ مدیریتي سیسټم رامنځته کړو په ۲۰۱۶ کال کې د اتیا زره کسانو پر ځای موږ یوازې اتیا کسان درلودل چې را ډيپورټ شول، د ټولو اروپايي هېوادنو څخه مو ۵۸۰ کسان لرل."

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ۲۵۰ زرو ډېرو افغانانو اروپا ته ځانونه ورسول او د پناه غوښتنې یې کړي دي.

د کډوالو چارو وزارت که څه هم غیر قانوني کډوالۍ اندېښمن کړی، خو وايي چې هغه فرصتونه چې په ټوله کې د کډوالۍ له اړخه افغانستان ته رسېږي د یادونې وړ دي.

د دغه وزارت یوه څېړنه ښيي چې افغان کډوالو په یوه کال کې ۷ میلیارډه ډالر په افغانستان کې خپلو کورنیو ته حواله کړي دي.

دا وزارت وايي چې د اروپايي هېوادونو ور هاخوا له پاکستان او ایران د کډوالو د راتګ لړۍ په عادي شکل روانه ده او د کوربه هېوادونو سره د ډېرو ستونزو پر حل موافقې ته رسېدلي دي.

تېره اوونۍ ۲ زره او ۱۶۲ افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

ایا کابل، اسلام‌اباد او "UNHCR"به د افغان کډوالو ستونزې حل کړي؟

د وزیر سید حسین عالمي بلخي په وینا د روان میلادي کال له پیل راهیسې له دغو هېوادونو دری لکه شل زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۱۵ ټول کال کې نېږدې پنځه لکه وه.

افغانستان ته راستانه شوي کډوال.
افغانستان ته راستانه شوي کډوال.

د چارو کارپوهان وايي چې د کډوالو څخه د څرنګه استفادې لپاره باید افغان حکومت او رسنۍ ډېر رول ولوبوي تر څو هم له غیر قانوني کډوالۍ مخه نیول شوې وي او هم له فرصتونو استفاده شوې وي.

د سولې رسنیو او ښې حکومتوالۍ د انسټیوټ مشر احمد کمیل د کډوالو د ستونزو په اړه دې غونډې ته وویل:

"موږ کولای شو چې د کډوالۍ د موضوع په اړه ښه فرصتونه رامنځته کړو، چې رسنۍ د ځانګړو پروګرامونو او مستندونو له لارې د غیر قانوني کډوالۍ مخه ونیسي او هغو کسانو ته د هڅونې او کار پروګرامونه ولټوو چې له تخصص او کسب سره هېواد ته راستنېږي."

هغه په دې باور دی چې کډوالۍ ته باید یوازې د منفي پدیدې په سترګه ونه کتل شي.

افغان چارواکي بیا وايي چې په دې وروستیو کې د کډوالۍ ستونزه کمه شوي او په دې اړه یې پروګرامونو نتیجه ورکړي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG